google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
طالبان دې په سیاسي ژوندیو خپرونو محدودیت لرې کړي
انصار: (د تله ۴ مه)، د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په یوه خبرپاڼه کې له طالبانو غوښتي چې، په ژوندیو سیاسي خپرونو دې لګول شوي بندیزونه لري کړي. د سي پي جی په خپره کړې خبرپاڼه کې د آسیا د برخې د همغږې کوونکې بیه لي یي له قوله راغلي چې د طالبانو له خوا نوي محدودیتونه په افغانستان کې د رسنیو د اساسي آزادیو د پای په معنی ده. نوموړې ویلي، چې دغه اقدام د دې هڅه ده چې رسنۍ د طالبانو پر تبلیغاتې وسیلې بدلې شي. د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د دوو خبریالانو له قوله چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي، ویلي چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د یکشنبې په ورځ د رسنیو یو شمېر مسوولان ورغوښتي وو او هغوی یې له نویو محدودیتونو خبر کړي دي. د دغو نویو محدودیتونو له مخې، هغه خبریالان چې د سیاسي بحثونو ژوندۍ خپرونې چلوي هر سهار باید د موضوع او د ګډونوالو په اړه یې د طالبانو د مسوولو چارواکو تاییدي ترلاسه کړي او وروسته خپرونې ثبت کړي. یوه خبریال بیا د نوم نه خپراوي په شرط تاند ته ویلي، چې په دغو محدودیتونو کې د سیاسي خپرونو له خپرېدو وړاندې د طالبانو تائیدي هم اړینه ده. افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنۍ درې کاله کېږي او په دې موده کې د بشر حقونو ترڅنګ د رسنیو فعالیتونه هم تر سخت فشار او سانسور لاندې دي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





