google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
پخواني لوی څارنوال د څارنوالانو پر وژل کېدو غمرازي وښوده
انصار: (د وږی ۱۳ مه)، د افغانستان د جمهوري نظام د مهال لوی څارنوال فرید حمیدی د دوشنبې په ورځ پر څارنوالانو او د څارنوالۍ پر کارکوونکو د ځانمرګی برید په اړه د طالبانو غبرګون د تاریخ تریخ طنز وباله. حمیدی په یوه پیغام کې ویلي، د پخواني حکومت په مهال طالبانو په ځلونو د لویې څارنوالۍ پر کارکوونکو ځانمرګي او هدفي بریدونه کړي دي. حمیدي پر خپله ایکسپاڼه کې د خپلو پخوانیو همکارانو په وژنه خواشیني څرګنده کړې او ویلي: «د تاریخ دردناکه طنز دا دی چې زما په هیواد کې بې ګناه خلک قربانی کیږیي، په داسې حال کې چې قاتلان د مظلوم او بې ګناه په توګه څرګندیږي.» ده همداراز کښلي:«واکمنې ډلې، چې لسکونه کاله یې بې ګناه خلک او ملکي وګړي وژل، او د څارنوالۍ پر همدغو کارکوونکو یې په ځلونو انتحاري او هدفي بریدونه کړي، نن دا حمله غندي.» هغه زیاته کړه، د طالبانو له خوا د پېښې غندنه د تاریخ تریخ طنز دی. د راپورونو له مخې، د دوشنبې په ماښام د کابل په بختیار کلا کې په یوه وژونکی برید کې د ځینو راپورونو له مخې، ۶ تنه او د ځینو پر اساس ۱۲ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي. طالبانو د وژل شویو شمېر ۶ تنو ته ښودلی دی. د دې خبر د خپرېدو تر شېبې هیڅ ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





