google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
کابل له مسکو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی
انصار: ( د زمري۲۸مه)، په قطر کې د طالبانو حکومت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین ویلي، کابل له مسکو سره ښې اړیکې غواړي او ویې ویل: له روسیې سره د افغانستان د پخواني حکومت د ښو اړیکو تصور هم ناشونی و؛ ځکه پخوانی حکومت امریکا پلوه وو. شاهین له ریانوویسي خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، موږ له روسیې سره ښې اړیکې غواړو. نوموړي په دې مرکه کې وویل: له روسیې سره د افغانستان د پخواني حکومت د ښو اړیکو تصور کول ناممکن وو. سهیل شاهین وویل چې د افغانستان پخوانی حکومت «امریکا پلوه» و. شاهین په دې مرکه کې وړاندیز وکړ چې له روسیې سره د افغانستان د اړیکو د پراخولو لپاره دې د دواړو لورو پلاوي مسکو او له روسیې څخه کابل ته سفرونه وکړي. روسیه یو له هغو هیوادونو څخه دی چې دطالبانو حکومت په رسمیت نه پیژني، خو له دوی سره نږدې اړیکې لري او په مسکو کې یې د افغانستان سفارت طالب حکومت ته سپارلی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د روان کال د سرطان په میاشت کې ویلي وو چې له طالبانو حکومت سره د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې په اړه د لا ډېرو بنسټیزو خبرو اترو اړتیا ده. د طالبانوحکومت د بهرنیو چارو وزارت د لاوروف د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د ګډو مسایلو په اړه له ټولو خواوو سره د نتیجې پر بنسټ خبرو ته چمتو دی.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





