google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د ملا هبت الله د حکم پر بنسټ یو شمېر ادارو کې نوې ټاکنې شوې دي
انصار: ( د زمري۲۸مه)، د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د دوی د رهبر لخوا په نظامي او ملکي ادارو کې نوې ټاکنې شوې دي. ذبیح الله مجاهد وایي، چې دطالبانو د رهبر د حکم پر اساس د افغانستان برېښنا شرکت مخکېنی رئیس ملا محمد حنیف حمزه، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مالي او اداري معین په توګه، د چارو ادارې لوی ریاست د کادري چارو، اصلاحاتو او د امارت د تشکیلاتو د بیا کتنې ریاست مخکېنی رئیس مولوي حسام الدین صابري، د کانونو او پترولیم وزارت د مالي او اداري معین په توګه، د ۲۰۵ البدر قول اردو د پنځمې سرحدي لواء مخکېنی قومندان ملا امین الله زبیر، د هلمند ولایت د امنیه قومندان په توګه، ملا محمد همایون جهادیار د بغلان ولایت د والي د مرستیال په توګه، د هلمند ولایت مخکېنی امنیه قومندان مولوي عبدالحکیم مبارک، د ۲۰۵ البدر قول اردو د پنځمې سرحدي لواء د قومندان په توګه، د بغلان ولایت د والي مخکېنی مرستیال ملا احمد الله مبارک، د ۲۲۱ شهید افتاب فرقې د لومړۍ پلي لواء د قومندان په توګه، چارو ادارې لوی ریاست مخکېنی مالي او اداري معاون قاري عبدالولي صدیقي، د اریانا افغان هوايي شرکت د رئیس په توګه، د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ مخکېنی معین مولوي حمدالله زاهد، د افغانستان برېښنا شرکت د رئیس په توګه او افغانستان د اوسپنيزي کرښي مخکېنی مالي او اداري مرستیال محمد نعیم اغا، د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د رئیس په توګه، د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ مخکېنی معین مولوي حمدالله زاهد، د عامي روغتیا وزارت د خوړو او درملو د معین په توګه او د عامي روغتیا وزارت د خوړو او درملو مخکېنی معین ډاکټر عبدالباري عمر، د افغانستان برېښنا شرکت د رئیس په توګه ټاکل شوي دي. باختر
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





