google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د طالبانو په 3 کلنه واکمنۍ کې د 141 خبریالانو د نیول کیدو ادعا
انصار: (د زمري ۲۵ مه)، د بې پولې خبریالانو نړیوالې ټولنې په یوه راپور کې ویلي، چې د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ پر مهال دوی ۱۴۱ خبریالان نیولي. یادې ټولنې د طالبانو رژیم د بیان ازادۍ او خبریالانو ځپونکی ګڼلی او په دې اړه یې ادعا شوي اقدامات غندلي دي. په راپور کې د طالبانو له زندانونو د خوشې شویو یو شمېر خبریالانو نقل قولونه د هغوی له نومونو سره ذکر شوي، چې دوی پکې د طالبانو استخبارات په ناوړه چلند تورن کړي. د خالد قادري او مرتضی بهبودي په نوم دغه افغان خبریالان اوس له هېواده بهر دي. د بې پولې خبریالانو سازمان په راپور کې دا هم راغلي، چې طالبان تر ډېره له بهر مېشتو رسنیو سره پر دندو بوختو افغان خبریالانو سره ډېر ناوړه چلند کوي. طالبانو دغه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې خبریالانو سره د ناوړه چلند او د بیان ازادۍ ضد اقدامات رد کړي. د طالبانو له بیا واکمنیدو سره د افغانستان نږدې نیمایي رسنۍ له فعالیته پاتې شوي او سلګونه خبریالان له هېواده وتلي. طالبان بیا د رسنیو د فعالیت دریدو او خبریالانو د بهر ته تلو موضوعات له اقتصادي ستونزو سره تړلي بولي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





