google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
ایران طالبانو ته: د ایراني دیپلوماتانو وژونکي ومومي
انصار: (د زمري ۱۸ مه)، د تهران ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت له افغان سرپرست حکومت څخه وغوښتل چې د ۱۹۹۸ کال د اګست په اتمه په مزارشریف کې د ایراني ډیپلوماتانو او یوه خبریال د وژنې په اړه د خپلو تحقیقاتو موندنې په ښکاره ډول اعلان کړي او دا یقیني کړي چې د دې پېښې له مسوولانو سره حساب کېږي. ایرانی خبریال محمود سارمي د ایران پر جنرال قونسلګرۍ د برید پر مهال د اتو ډیپلوماتانو تر څنګ ووژل شو. دا برید په داسې حال کې وشو چې د طالبانو پوځی ځواکونو تازه د افغانستان په شمال کې د مزارشریف ستراتیژیک ښار ونیوه او د احمدشاه مسعود په مشرۍ له شمال ټلوالې سره یې د سړکونو پر سر جګړه روانه وه. د دې پېښې له کبله نژدې و چې ایران پر افغانستان یرغل وکړي خو یو شمېر ایراني چارواکو له غچ اخیستونکي اقدام سره مخالفت وکړ. د ایران د باندنیو چارو وزارت په ایران کې د خبریالانو د ملي ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی چې په مزارشریف ښار کې د ایران پر قونسلګرۍ برید او په نتیجه کې یې د ایراني دیپلوماتانو او خبریال وژنه د ملګروملتو د امنیت شورا د ۱۲۶۷ پرېکړه لیک پر اساس د نړیوالو قوانینو څرګنده سرغړونه ده. دغه وزارت د عدالت غوښتلو په برخه کې پر خپله ژمنتیا ټینګار کړی او ویلي: موږ حق لرو چې د دې دردناکه تروریستي عمل مختلف اړخونه تعقیب کړو او د ایران ملت او غمجنو کورنیو ته ځواب ووایو. په اعلامیه کې پر افغان چارواکو یو ځل بیا غږ شوی او ورڅخه غوښتل شوي چې د دې جرم د عاملانو په اړه د خپلو تحقیقاتو پایلې اعلان کړي او هغوی ته سزا ورکړي. په ۱۹۹۸ م کال کې په داسي حال کې چې طالبانو په جوزجان کې د شمال ټلوالې مخکینۍ جبهې ماتې کړې وې، مخکې تر دې چې مزارشریف ښار په بشپړ ډول ونیسي، یو شمېر وسله وال، چې په دغه ښار کې د ایران قونسلګري ورمعلومه وه، پر قونسلګري برید وکړ او ایراني دیپلوماتان یې سمدستي ووژل. که څه هم ایران د شمال ټلوالې ملاتړ کاوه او له طالبانو سره یې دښمني پاللله خو دا قضیه تر ډېره په ۱۹۹۶ کې د کابل د نیولو په مهال د ملګروملتو پر دفتر حملې ته ورته وه چې طالبانو لا کابل په بشپړ ډول تر کنټرول لاندې راوستی نه و خو یو شمېر کسان د ملګروملتو دفتر ته ننوتل او پخوانی ولسمشر نجیب الله او د هغه ورور یې په خورا بې رحمۍ وواژه. طالبانو نه د ایراني دیپلوماتانو او نه هم د نجیب الله د وژنې د عاملانو په اړه تراوسه څه ویلي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





