google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د موسسو پر اداري لګښتونو د خلیل حقاني نیوکې
انصار: (د زمري ۷ مه) د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت لپاره د طالبانو وزیر خلیل الرحمن حقاني په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له نوي رئيس عرفات جمال سره د لیدنې پر مهال په افغانستان کې د موسسو پر اداري لګښتونو نیوکه کړې ده. . د حقاني دفتر ویلي، چې هغه په دغه کتنه کې هیله څرګنده کړه، چې په افغانستان کې د کډالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ته د نوي رئيس په راتګ سره به د کډوالو ستونزو ته په ښه توګه رسېدنه وشي. نوموړي زیاته کړه؛ څرنګه چې د کډوالو موضوع بشري موضوع ده، نو له دوی سره مرستې هم باید په بشري احساس وشي. حقاني همدارنګه څرګنده کړه، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پنځه کلن ستراتيژيک پلان لري، چې د راستنېدنې، بیا میشتېدنې او دایمي ادغام پورې اړوند ټوله لړۍ پکې په نظر کې نیول شوې ده او اړوند سازمانونه باید د دغه ستراتیژیک پلان د ښه تطبیق په موخه همکاري وکړي. دغه طالب وزیر ټینګار وکړ، چې مرستې دې د کار په بدل کې ورکړل شي، موسسات دې خپل اداري مصارف کنټرول کړي او زیات تمركز دې د اړمنو په ستونزو وکړي. په ورته وخت کې په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ نوي رئيس په دغه کتنه کې له یاد وزارت سره په ګډه کار، د لا همغږیو رامنځته کول او په ګډه د غوره کړنلارو جوړول له خپلو لومړیتوبونو څخه وبلل او زیاته یې کړه، چې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې لپاره باید له کوربه هېوادونو سره همغږي زیاته، د راستنېدنې لړۍ اسانه او دلته د روغتیا، پوهنې او په نورو برخو کې پروګرامونه په کار واچول شي او دایمي حللارې پیدا کړل شي. طالبانو مخکې هم د موسسو پر کړنو نیوکې کړي، چې ځینو خلکو یې هرکلی کړی او ځینو بیا د موسسو د کارونو د محدودولو او پرې د فشار راوړلو هڅه ګڼلې ده.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





