google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د دوحې څلورمه ناسته روانه ده، خو ترې مخکې باید ډېرې خبرې وشي
انصار: (د زمري دویمه)، د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو د سفارت سرپرسته کرن ډیکر، چې د ډېرو نورو لویدیزو دیپلوماتانو په شان خپلې چارې له قطر څخه مخته وړي، د افغانستان په اړه د دوحې د څلورمې ناستې د ترسره کیدو خبر ورکړی. هغې له زیاتو جزئیاتو پرته ویلي، چې تر دې ناستې د مخه باید ډېرې خبرې ترسره شي او دا ناسته باید پراخه وي. ډیکر د دوحې د درېیمې ناستې د جزیاتو په اړه خبریالانو ته د خبرو پر مهال ویلي، چې په دې ناسته کې د ګڼو هېوادونو استازو د طالبانو د رژیم پلاوي ته په ښکاره ویلي، چې د افغانستان د نیمایي خلکو یانې ښځو له حذف سره دوی بریالي کیدای نه شي. امریکایي شارژدافیرې دا هم ویلي، چې نړۍ تر اوسه د طالبانو د رژیم غوښتنې نه دي منلي او نه به د هغوی له اصلاح پرته دا غوښتنې ومني. هغې په دې برخه کې له کنګل څخه د افغانستان د بانکي زېرمو ایستو، په ملګرو ملتونو کې طالبانو ته د افغانستان د څوکۍ سپارلو او یو شمېر نورو مواردو ته اشاره کړې ده. د ډیکر په وینا، په دې ناسته کې طالب پلاوي دوی ته ویلي چې پر افغانستان هغسې رژیم واکمن شوی، څنګه یې چې خلکو غوښتل. امریکایي استازې ویلي، چې اوس باید افغانان ووایي چې دوی د طالبانو رژیم غواړي که بل ډول واکمني؟ یو شمېر شنونکي بیا باور لري، چې امریکا او متحدین یې په داسې خبرو افغانان تمسخروي، ځکه د دوی په وینا امریکا وه چې جمهوري نظام یې طالبانو ته په ګونډو او دوی یې د دوحې تړون په اساس واک ته ورسول او لا یې تمویلوي، خو طالبان او امریکا داسې تورونه بې بنسټه ګڼي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





