google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
استرالیا د افغانستان لپاره نوې استازې وټاکله
انصار: (د چنګاښ ۱۳ مه)، د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني وانګ وویل آمندا مک ګریګور به د افغانستان لپاره د استرالیا راتلونکې ځانګړې استازې وي. وانګ په یوه بیان کې وویل: «په قطر کې میشته، اغلې مک ګریګور به د ورته فکر لرونکو هیوادونو سره کار وکړي چې د بشري حقونو خلاف د طالبانو د اقداماتو په وړاندې غږ پورته کړي او د افغانستان د خلکو ملاتړ وکړي.» دې همداراز ویلي:«زموږ ډیپلوماتان له نړۍ سره د اسټرالیا د تعامل پرمخ وړونکي دي. دوی اغېز ته لار پرانیزي او په بهر کې د استرالیا ملي ګټو ته وده ورکوي.» مک ګریګور مخکې له دې چې د استرالیا په بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارت کې کار پیل کړي، د کاناډا په سفارت او د صدراعظم او کابینې په برخو کې د جګپوړې سلاکارې په توګه دنده ترسره کړې. هغې پنځه کاله په دفاع په وزارت کې هم تېر کړي او په دې وروستیو کې په لبنان کې د استرالیا په سفارت کې د ماموریت مرستیاله وه. وانګ زیاته کړه: «زه د استرالیا د ګټو د ودې په برخه کې د افغانستان لپاره د استرالیا د اوسني ځانګړي استازي د ونډې له امله مننه کوم.»
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





