google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
افغانان د خپل هېواد اصلي تصمیم نیونکي دي
د ایران د بهرنیو چارو موقت وزیر علي باقري د افغانستان خلک د سیمې له هېوادونو سره د همکارۍ اصلي تصمیم نیونکي وبلل او ټینګار یې وکړ چې افغانان به بهرنیانو ته په خپلو چارو کې د لاسوهنې اجازه ورنه کړي. نوموړي دغه څرګندونې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال په ایکس پاڼه کې د یوه پیغام په خپرولو سره وکړې. د ایران د بهرنیو چارو د موقت وزیر په پیغام کې راغلي چې د افغانستان خلک له ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو سره د همکارۍ په برخه کې د خپل هېواد اصلي تصمیم نیونکي دي او له سیمې بهر د هغو مداخلو اجازه نه ورکوي د ویجاړونکو مداخلو تاریخ دی او د اوسنیو ستونزو لپاره مسؤل دي. هغه ټینګار وکړ چې ایران به د افغانستان له حکومت سره په همکارۍ او همغږۍ په سیمه کې د ثبات او امنیت د ټینګښت لپاره کار وکړي. د ایران دغه چارواکی وویل، اسلامی هیوادونه باید د فلسطین د خلکو په ملاتړ او د جنګي رژیم له جنایتونو سره په مقابلې کې مخکښ رول ولری . تر دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو موقت وزیر د افغانستان د بې ثباتۍ او اقتصادي ستونزو لپاره بهرنۍ لاسوهنه او اشغالګر تورنې کړې وې.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





