google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
د افغان پوځ او حکومت سقوط یوه ستراتیژيکه ناکامي وو                
نور   د افغان پوځ او حکومت سقوط یوه ستراتیژيکه ناکامي وو
               
د افغان پوځ او حکومت سقوط یوه ستراتیژيکه ناکامي وو
د افغان پوځ او حکومت سقوط یوه ستراتیژيکه ناکامي وو
2024/03/20-04:28

انصار: ( د وری 1)، د امریکا د پوځ د لوی درستیزانو د کمېټې پخواني مشر جنرال مارک میلي د پخواني افغان پوځ او حکومت سقوط یوه ستراتیژيکه ناکامي وبلله، خو د امریکا د شل کلن ماموریت ننګه یې وکړه.

جنرال مارک میلي او د امریکا د مرکزي قومندانۍ پخوانی مشر جنرال فرنک مکنزي د امریکا استازیو جرګې ته ورغوښتل شوي وو څو د تخلیې د عملیاتو په تړاو پوښتنې ځواب کړي.

جنرال میلي زیاته کړه: د شلو کلونو په تېرېدو سره موږ پوځیانو هلته د پوځ او دولت په جوړولو کې مرسته وکړه خو ملت مو نه شو جوړولای. دښمن کابل اشغال کړ د حکومت سقوط پېښ شو او هغه پوځ چې موږ یې ملاتړ کاوه له منځه لاړ. دا یوه ستراتیژیکه ناکامي ده. خو پوځ هلته شل کاله میلیونونو افغانانو ته امیدونه ورکړل. په وروستیو ورځو کې مو ۱۳۰ زره افغانانو ته د ژوند او ازادۍ بې ساری فرصت په خورا لوړه بیه برابر کړ. تر ټولو مهمه دا چې موږ د امریکا متحده ایالات له افغانستان څخه د تروریستي برید څخه خوندي کړل هغه څه چې زموږ سیمه ایز ماموریت و او دا ماموریت نن هم دوام لري.

د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ پخواني مشر جنرال فرنک مکنزي بیا وویل چې له پوځي پلوه امریکایي عسکرو بې ساری عمل وکړ او وتوانېدل د تخلیې عملیات سر ته ورسوي خو د هغه په خبره دا پالیسۍ او پرېکړې وې چې ستونزې یې رامنځته کړې وې.

د تخلیې د عملیاتو پر مهال د اګست په ۲۶مه د کابل د هوايي ډګر خولې ته یوه ځانمرګې حمله وشوه چې پکې لږ تر لږه ۱۷۰ افغان ملکیان او ۱۳ امریکايي عسکر ووژل شول. د داعش ډلې خراسان څانګې د هغه برید مسوولیت ومانه.

د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو چارو د کمېټې مشر مایکل مککال په پرونۍ استماعیه غونډه کې پر دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو کلکې نېوکې وکړې چې د تخلیې د عملیاتو پر مهال یې د ځينو مساییلو په تړاو د دوی پوښتنې بې ځوابه پرېښي او له پامه یې غورځولي.

په دغه غونډه کې امریکایي سنایپر یا نښه ویشتونکی تایلر وارګس اندروس هم حضور درلود چې د مایکل مککال په خبره د انتحاري بریدګر د ویشتلو لپاره یې قومندانانو د هغه غوښتنه له پامه غورځولې وه.

هغه د ابي په دروازه یا abbey gate کې سنایپر وو. او موږ ته یې شاهدي راکړه چې ځانمرګی بریدګر یې په خپل دید ساحه کې درلود. هغه د سنایپر عکسونه او نور اړوند اسناد استولي وو او له خپلو قومندانانو یې اجازه غوښته چې ځانمرګی بریدګر هدف وګرځوي. دا خبرداری له پامه غورځول شوی و. هغه هیڅکله بیرته څه نه وو اوریدلي. ما او د وسله والو خدماتو د کمیټې رییس له دې شهادت وروسته دفاع وزارت ته یو لیک واستاوه او ترې وموغوښتل چې دا اسناد او عکسونه کانګرس ته وسپارل شي. تر دې دمه پورې دفاع وزارت دا غوښتنه له پامه غورځولې او رد کړې یې ده.

مککال همداراز د تخلیې د عملیاتو پرمهال د بهرنیو چارو وزارت په چارواکو هم نیوکه وکړه چې له دوی سره یې همکاري نه ده کړې او سره له دې چې قانوناً د تخلیې د عملیاتو پالیسي او پرېکړې یې په لاس کې وې دوی یې دفاع وزارت ته راجع کړي.

مککال وویل د دې لپاره چې له افغانستانه د تخلیې د عملیاتو پر مهال رامنځته شوې فاجعې او ننګونې بیا پېښې نه شي دا اوسنۍ څېړنې مهمې دي.

د امریکا پوځ د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۱ له افغانستانه د تخلیې عملیات بشپړ کړل او د وروستي امریکايي عسکر په وتلو یې په دغه هېواد کې خپل ماموریت پای ته ورساوه.

دا هغه ورځې وه چې طالبانو د افغانستان ټولې سیمې نېولې وې او پخوانی پوځ هم د څو ورځو په موده کې مات او حکومت سقوط کړی و.

 

د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي.
لاندې په ساحه کې ښودل شوي حروف دننه کړئ.
د افغان پوځ او حکومت سقوط یوه ستراتیژيکه ناکامي وو
د افغان پوځ او حکومت سقوط یوه ستراتیژيکه ناکامي وو
طالبان
د امیر خان متقي او فیصل بن فرحان تیلیفونی خبرې
د افغان پوځ او حکومت سقوط یوه ستراتیژيکه ناکامي وو
سپینه مانی
په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو د ماښام ډوډۍ پر مهال ډزې شوي
د افغان پوځ او حکومت سقوط یوه ستراتیژيکه ناکامي وو
کیف
اوکراین پلازمینه کې وسله وال برید شوی
د افغان پوځ او حکومت سقوط یوه ستراتیژيکه ناکامي وو
پاکستان
متقي د عربستان له سفیر سره د کابل-اسلام اباد پر روغې جوړې خبرې وکړې
د افغان پوځ او حکومت سقوط یوه ستراتیژيکه ناکامي وو
طالبان
د طالب چارواکو د بندیزونو د لیسټ نویو زیاتوونو د طالبانو غبرګون پارولی
د افغان پوځ او حکومت سقوط یوه ستراتیژيکه ناکامي وو
امریکا
د ایران او امریکا ترمنځ خبرې نن (شنبه) په اسلام‌اباد کې پیلېږي
د افغان پوځ او حکومت سقوط یوه ستراتیژيکه ناکامي وو
امریکا
امریکا او ایران په روستۍ شیبه کې په اوربند سلا شول
د افغان پوځ او حکومت سقوط یوه ستراتیژيکه ناکامي وو
آسترالیا
د افغانستان په جګړه کې استرالیايي سرتېری په جنګي جرم تورن شو
د افغان پوځ او حکومت سقوط یوه ستراتیژيکه ناکامي وو
ایتالیا
د ایټالیا صدراعظمه د دریو عربي هیوادو په سفر تللې
د افغان پوځ او حکومت سقوط یوه ستراتیژيکه ناکامي وو
طالبان
د طالبانو حکومت په ایران کې د 6 افغانانو وژل کېدل تایید کړل
د افغان پوځ او حکومت سقوط یوه ستراتیژيکه ناکامي وو
پاکستان
پاکستان کې لا هم د هند خلاف وسله‌والې ډلې فعالیت لري
د افغان پوځ او حکومت سقوط یوه ستراتیژيکه ناکامي وو
طالبان
د اریانا افغان هوايي شرکت الوتکې ته د کابل په هوايي ډګر کې پېښه
د افغان پوځ او حکومت سقوط یوه ستراتیژيکه ناکامي وو
امریکا
شهباز شریف:د امریکا او ایران ترمنځ منځګړیتوب ته چمتو یو
د افغان پوځ او حکومت سقوط یوه ستراتیژيکه ناکامي وو
طالبان
طالبان وايي بلخ کې یې پاکستاني الوتکو باندې ډزې کړي
د افغان پوځ او حکومت سقوط یوه ستراتیژيکه ناکامي وو
مهاجران
د امریکا د کډوالۍ ادارې کارکوونکي هوایي ډګرونو ته لېږدول کیږي
د افغان پوځ او حکومت سقوط یوه ستراتیژيکه ناکامي وو
دینی عالمان
د پاکستان یو دیني عالم: عاصم منیر زمونږ سپکاوی کړی
د افغان پوځ او حکومت سقوط یوه ستراتیژيکه ناکامي وو
لبنان
د اسراییلو په بریدونو کې لبناني عسکرو ته مرګژوبله اوښتې
د افغان پوځ او حکومت سقوط یوه ستراتیژيکه ناکامي وو
د افغان پوځ او حکومت سقوط یوه ستراتیژيکه ناکامي وو
په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو د ماښام ډوډۍ پر مهال ډزې شوي
د افغان پوځ او حکومت سقوط یوه ستراتیژيکه ناکامي وو
اوکراین پلازمینه کې وسله وال برید شوی
د افغان پوځ او حکومت سقوط یوه ستراتیژيکه ناکامي وو
د افغان پوځ او حکومت سقوط یوه ستراتیژيکه ناکامي وو
د افغان پوځ او حکومت سقوط یوه ستراتیژيکه ناکامي وو
د افغان پوځ او حکومت سقوط یوه ستراتیژيکه ناکامي وو
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ
د افغان پوځ او حکومت سقوط یوه ستراتیژيکه ناکامي وو
د افغان پوځ او حکومت سقوط یوه ستراتیژيکه ناکامي وو
د افغان پوځ او حکومت سقوط یوه ستراتیژيکه ناکامي وو
د افغان پوځ او حکومت سقوط یوه ستراتیژيکه ناکامي وو
د افغان پوځ او حکومت سقوط یوه ستراتیژيکه ناکامي وو
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
د محرمیت تګلاره            د کارولو شرایط
بهرنۍ لینکونه د حوالې لپاره چمتو شوي دي. انصار پریس د بهرنیو انټرنیټ سایټونو د محتوا مسؤلیت نلري. @ 2025 Ansar Press
د افغان پوځ او حکومت سقوط یوه ستراتیژيکه ناکامي وو