google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
واشنګټن د طالبانو او پاکستان وروستیو ناندریو اندېښمن کړی
امریکایي چارواکي وایي طالبان او پاکستان باید خپل مخالفتونه حل کړي او متحده ایالتونه په وروستیو پېښو اندېښمن دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ودانت پتیل په یوه خبري کنفرانس کې د پاکستاني ځواکونو له خوا د دوشنبې په ورځ په افغان خاوره د بمباریو په اړه وویل: موږ راپورونه لیدلي چې پاکستان په افغانستان کې هوایي بریدونه کړي د هغو حملو په ځواب کې چې په خیبرپښتونخوا کې د شنبې په ورځ د پوځیانو په پوسته وشول. موږ په پاکستان کې د برید او د مرګژوبلو په اړه اندېښمن یو. همداراز په افغانستان کې د حملو پر مهال د ملکیانو په وژنې خواشیني یو. طالبان هڅوو چې ډاډمنه کړي له افغان خاورې بریدونه نه کېږي او هم له پاکستان غواړو چې له حوصلې کار واخلي او یقیني کړي چې د ترهګرۍ ضد هڅو کې یې ملکیان نه ژوبلیږي. ودانت پتیل له پاکستان سره د ترهګرۍ ضد هڅو کې د امریکا د مرستو په باب وویل چې امریکایي چارواکي له پاکستاني مشرانو سره په دوامداره توګه د ترهګرۍ ضد بحثونه مخته وړي او د افغانستان په اړه هم په جزییاتو ورسره خبرې کوي. هغه یو وار بیا ټينګار وکړ چې امریکا دا ډاډمنوي څو افغان خاوره بیا د ترهګرو له خوا د امریکا او د هغې د ملګرو او متحدینو پر ضد ونه کارول شي. امریکايي لوړپوړو پوځي چارواکو له هغې ډلې د پوځ د مرکزي قومندانۍ سینتکام مشر جنرال مایکل ایریک کوریلا تېره اوونۍ اندېښنه ښوولې وه چې د طالبانو حکومت د ټي ټي پي او نورو وسله والو ډلو د ځپلو نیت نه لري او دا کار د دې لامل شوی چې دا وسله والې ډلې د سیمې د هېوادونو ناکرارولو ته دوام ورکړي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





