google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
اوس په پراخه پېمانه غزې ته د مرستو رسولو ته اړتیا ده
انصار: ( دکب 27مه)، د جرمني صدراعظم اولاف شولز د غزې په جنوبي ښار رفح کې د اسرائیلو پر پلانونو نیوکه وکړه او له غزې سره د مرستې لپاره یې د لا زیاتو مرستو غوښتنه کړې ده. اسرائیلو تر دې مخکې په رفح کې د برید لپاره د خپلو پلانونو دفاع کړې وه او دا یې اړینه بللې وه چې په دې تراډه کې حماس له منځه یوسي. ښاغلي شولز دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه کړې چې غزې ته د سمندر له لارې د مرستو لومړۍ بسته رسیدېلې ده. د مرستو په دې جوبه کې د وریجو، غوړیو او خورما په ګډون ۲۰۰ ټنه خوراکي توکي شامل وو. دغه ماموریت د متحده عربي اماراتو په همکارۍ د متحده ایالاتو خیریه نړیوال مرکزي پخلنځي (WCK) لخوا ترسره شوی. د حماس د روغتیا وزارت په وینا، پر غزه د اسرائیلي بریدونو تر اوسه تر ۳۱۴۰۰ ډېر کسان وژلي دي. منځني ختیځ ته له سفر مخکې خبریالانو سره په خبرو کې ښاغلي شولز د غزې وضعیت ترینګلی وباله او زیاته یې کړه چې اوس په پراخه پېمانه غزې ته د مرستو رسولو ته اړتیا ده. نوموړي ویلي، چې دا موضوع به په سیمه کې له خپلو شریکانو سره په خبرو کې مطرح کړي. ښاغلي شولز ټینګار وکړ چې جرمني په رفح کې چې له مصر سره پر پوله پروت دی، د پوځي پرمختګونو په اړه اندېښنه لري. د غزې له نورو سیمو تر یو میلیون ډېرو خلکو هلته پنا وړې ده. ښاغلي شولز وویل، دا خطر شته چې په رفح کې په پراخه پېمانه برید به د ډېرو سختو ملکي تلفاتو سبب شي، چې باید په هر قېمت یې مخنیوی وشي. دا په داسې حال کې ده چې د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو په رفح کې د پوځي عملياتو پلان تصويب کړ او زياته يې کړه چې پوځ د ملکيانو د ايستلو لپاره تيارى نيسي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





