google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
نړۍ باید له طالبانو حکومت سره تعامل وکړي
انصار: (دکب 25مه)،د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزیپ بوریل وایي، په افغانستان کې د روانو ستونزو د حل په هدف اړتیا ده چې له دغه هېواد سره سیاسي تعامل ته لاره هواره شي. نوموړي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په کلنۍ غونډه کې د اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو د همکارۍ په اړه خبرې کولې، وویل چي په افغانستان کې د بشري حقونو، سیاسي او اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ دي. هغه ټینګار کړی چې نور په افغانستان کې له طالبانو حکومت سره تعامل باید دوام پیدا کړي. جوزیپ بوریل همداراز وایي، په افغانستان کې جنسیتي اپارتاید شته او په وینا یې دا وضعیت د زغم وړ نه دی. د طالبانو حکومت تر دې دمه دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو طالب چارواکو همداراز له نړۍ هم بیا بیا غوښتنه کړې چې له افغانستان سره سیاسي تعامل ته لاره جوړه کړي. په ورته مهال د چارو شنونکي هم وایي، په افغانستان کې د شته ستونزو د هواري په هدف اړتیا ده چې نړۍ نور باید له نوی حکومت سره سیاسي تعامل وکړي. د اروپايي ټولنې وېبپاڼې د جوزیپ بوریل بشپړه وینا خپره کړې چې په یوه برخه کې یې د افغانستان په اړه خبرې کړې چې وايي دغه هېواد هېر کړای شوی دی. د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې دغه مسؤل ویلي اروپايي ټولنه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د نوښت او په دوحه کې د افغانستان په اړه د ځانګړي استازي د غونډې ملاتړ کوي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





