google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
په فلسطین کې 30 زرو تنو ته د وژل شویو فلسطینیانو رسېدل
انصار: ( دکب 19مه)، د فلسطین د روغتیا وزارت په خپله تازه اعلامیه کې ویلي چې د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمېر ۳۰ زره او ۸۰۰ تنو ته او د ټپیانو شمېر ۷۲ زره او ۲۹۸ تنو ته رسېدلی دی. سرچینه زیاتوي چې اسراییلو په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه کې ۹ بریدونه کړې چې په کې ۸۳ تنه شهیدان او ۱۴۲ نور ژوبل شوي دي. د فلسطین د روغتیا وزارت وایي چې د غزې په شافع روغتون کې ډېری ماشومان د خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي. بلخوا د اروپايي کمېسیون مشره وايي، غزې ته به د مرستو رسولو لپاره یو سمندري دهلیز د روانې اونۍ په پای کې فعالیت پیل کړي. اورسیولا وندیرلین دا څرګندونې د ولسمشر جو بایډن له هغې پرېکړې وروسته کړي چې ویلي یې وو، د غزې د سمندر پر غاړه به لنډ مهاله بندر چمتو شي. په قبرس کې د خبرو پر مهال نوموړې وویل چې غره له بشري ناورین سره مخ ده او د سمندري دهلېز له لارې په لویه کچه د اضافي مرستو رسول شوني دي. د قبرس، اروپايي ټولنې، امریکا، بریتانیا او متحدو عربي اماراتو په یوه ګډه اعلامیه کې ویل شوي دي چې د یوه سمندري دهلېز فعالول سخت دي او دوی به پر اسرائیل فشار زیات کړي، چې د نورو ځمکنیو لارو او بندرونو پرانیستلو له لارې د مرستو زیاتولو ته زمینه برابره کړي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





