google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د افغانستان لپاره د استازي په ټاکلو کې مشوره کوو
انصار: (د کب ۴ مه)، ملګري ملتونه وايي، د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په ټاکلو کې له طالبانو حکومت سره مشورې کوو. تېره ورځ په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشرې روزا اتونبایوا د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په لیدنه کې د دوحې ناستې په اړه مالومات شریک کړي دي. اتونبایوا د انتوني ګوترېش له قوله ویلي، د افغانستان لپاره باید د ځانګړي استازي په ټاکلو کې داسې اقدام ونه شي، چې له حکومت سره کار پیچلی کړي. نوموړې ویلي، د دوحې ناستې ګډونوالو هېوادونو له طالبانو حکومت سره پر تعامل ټینګار کړی او که ګډونوال هېوادونه سلا شي؛ نو دوی به د ښه تفاهم لپاره ورته ناستې ډېرې کړي. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي، چې دوی ناسته څارله؛ خو کومه ځانګړې پایله یې نه لرله. متقي هیله څرګنده کړې، چې افغانستان سره د تعامل په اړه جوړېدونکې ناستې غوره پایلې ولري. د یادونې ده، چې د دوحې په ناسته کې د طالبانو حکومت د خپلو شرایطو نه منل کېدو له کبله ګډون نه وو کړی.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





