google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي ټاکلو سره د طالبانو بیا ځلي مخالفت
انصار: (د کب لمړی)، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین یو ځل بیا د ملګرو ملتونو لخوا د افغانستان لپاره له ټاکل کېدونکي ځانګړي استازي سره مخالفت کړی. نوموړي پرون دا مخالفت له یوې جاپاني رسنۍ سره په مرکه کې داسې مهال څرګند کړ، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د دغه استازي پر ټاکلو د مشورو د پيل خبر ورکړ. سهیل شاهین پر دې ټاکنې د اعتراض په توګه ادعا وکړه، چې له دې استازي ټاکلو به موخه دا وي، چې ځینې پرېکړې پر دوې وتپل شي. ملګرو ملتونو د نوموړي او نورو طالب څېرو ورته څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو پرون سرمنشي دیوې خبري ناستې پر مهال په لنډه توګه وویل، چې په افغانستان کې د سیاسي پروسې د پيل لپاره اوږد مزل په مخکې پروت دی. له دې سره ویل کیږي، چې د دوحې په پرونۍ غونډه کې روسیې، چین او ایران هم په دې اړه د طالبانو له نه موجودیت سره بیا هم د دوی د دریځ ننګه کړې او ویلي، چې د استازي په ټاکلو کې دې د دوی نظر په پام کې ونیول شي. یو شمېر څارونکي بیا باور لري، چې طالبانو په دوحې غونډه کې له نه ګډون سره خپل نړیوال اعتبار نور هم خراب او ورسره د ممکنه تعامل هڅې له ستونزو سره مخ کړې.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





