google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د طالبانو حکومت له هېوادونو غوښتي چې د دوی سیاسي مخالفانو ته د فعالیت اجازه ورنه کړي
د طالبانو حکومت له هېوادونو غوښتي چې د دوی سیاسي مخالفانو ته د فعالیت اجازه ورنه کړي
انصار: (د سلواغی ۲۴مه)، په ایران کې د طالبانو د رژیم د یوه مشهور منتقد قاري عیسی محمدي د نیول کېدو او ممنوع الخروج کېدو له خبرونو وروسته، د طالبانو رژیم له هېوادونو غوښتي چې د دوی سیاسي مخالفانو ته د فعالیت اجازه ورنه کړي. د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي: «هېوادونه باید د افغانستان ثبات او امنیت ساتنې لپاره چې د اوسني نظام مخالف وي، اجازه ورنه کړي، ځکه دا د هېوادونو او سیمې د امنیت او ثبات په ګټه نه دی. موږ غوښتنه لرو چې د سیمې ثبات لپاره همکاري وکړو، نو نه باید هغو کسانو ته چې د ثبات او امنیت مخالف دي، د فعالیت اجازه ورکړل شي.» هغه په مشخص ډول د قاري عیسی محمدي په تړاو څه نه دي ویلي. د محمدي په اړه ویل کیږي چې د طالبانو د یوې وسله والې مخالفې ډلې( ملي مقاومت جبهې) له محدودو پښتنو غړو څخه دی. نوموړی په جرمني کې شخصي کاروبار لري، خو مخکې یې پر ټولنیزو رسنیو او اوس په عملي غونډو کې هم د طالبانو خلاف توندې څرګندونې کولې. ځینې څارونکي باور لري، چې که طالبانو اساسي قانون جوړېدو، مشروع او ولس منلې واکمنۍ او د خلکو حقونو ته درناوی کړی وای؛ له پخوانیو جنګسالارانو او مفسدو څېرو پرته نورو غیر طالب افغانانو په هېواد کې ژوند ته لومړیتوب ورکاوه او بهر مېشتو طالب ضدو څېرو ته به د دوی خلاف د فعالیتونو پلمې نه پاتې کېدې.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





