google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د افغانستان په اړه د اروپایي ټولنې د غونډې اعلان
انصار: (د سلواغی ۱۹ مه) افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي توماس نیکلسن د طالبانو د ریاست الوزرا د دفتر له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي، چې دغه ټولنه به نژدې راتلونکې کې د افغانستان د وضعیت او د نشه یي توکیو پر ضد د مبارزې په اړه په قرغزستان کې یوه غونډه جوړه کړي. هغه دا هم ویلي، چې دغه ټولنه د نشه یی توکیو پر ضد د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره مرستې ته چمتو ده. د طالبانو د اعلامیې له مخې، په دې لیدنه کې مولوي عبدالکبير وويل، چې طالبان له نړۍ په ځانګړې توګه له اروپايي هېوادونو او اروپايي ټولنې سره ښې اړيکې او مثبت تعامل غواړي او د نورو مسايلو ترڅنګ يې د افغانستان پر بانکي سيستم د بنديزونو د لغوه کېدو غوښتنه وکړه. معلومه نه ده چې په دغه کېدونکې ناسته کې به د کومو هېوادونو د کومې سطحې استازي ګډون ولري؟ په وروستیو کې د افغانستان په تړاو ناستو ته د طالبانو د رژیم د استازو بلل دود شوي او ګومان کیږي چې دغې ناستې ته به یې هم استازي وبلل شي. طالب چارواکي په افغانستان کې د نشه یي توکیو د نابودولو او صفر کولو ادعا کوي، خو د سیمې یو شمېر هېوادونه او په وروستي مورد کې د تاجکستان چارواکو وویل، چې لا هم له افغانستانه د نشه یي توکیو قاچاق ورته دوام لري.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





