google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
امیرخان متقي د سیمې هېوادونو له سفیرانو سره کتلي
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر امیرخان متقي په کابل کې د روسیې، چین، ایران، پاکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، هند، ترکیې او اندونیزیا له سفیرانو او ډیپلوماټانو سره وکتل. په یاده لیدنه کې امیرخان متقي ویلي چې د سیمې هېوادونه باید د یوه منطقه محور روایت پر مټ په افغانستان کې له شته فرصتونو ګټه واخلي او د بالقوه ګواښونو د مدیریت په تړاو دې همغږي ولري. د بهرنیو چارو وزارت د ویاند عبدالقهار بلخي پر ایکس پاڼه لیکل شوي چې په دې کتنه کې امیرخان متقي د سیمې له هېوادونو څخه غوښتي نړۍ او د سیمې هېوادونه دې له افغانستان سره مثبت تعامل وکړي. متقي یو وار بیا ویلي چې د یوناما په شتون کې د افغانستان لپاره د نویو استازو ټاکلو ته اړتیا نشته. متقي دغه راز له دوی څخه غوښتي چې خپلو هېوادونو ته د منطقوي محور پیغام یوسي، تر څو افغانستان او سیمه په ګډه په سیمه کې له نویو فرصتونو د خپلو حکومتونو او ملتونو په ګټه استفاده وکړي. تر دې وړاندې هم طالب چارواکی ویلي چې دوی د خپلې اقتصاد محوره بهرنۍ پالیسۍ پر اساس د سیمې او ټولې نړۍ له هېوادونو سره غوره اړیکې غواړي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





