google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
پر دمشق کې د وروستي برید غچ به په مناسب وخت او ځای کې واخلو
انصار: (د سلواغه ۲ مه)، د ایران حکومت ویلي چې د سوریې پر پایتخت دمشق کې د وروستي برید غچ به په مناسب وخت او ځای کې واخلي. وروسته له هغه چې د ایران سپاه پاسداران په دغه برید کې د خپلو څلورو غړیو وژل کېدل تایید کړل، د ایران حکومت ویلي چې د ځان د دفاع حق لري او د دغه برید ځواب به ورکوي. ایسنا خبري آژانس د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعناني له قوله ویلي چې د سوریې پر ځمکنۍ بشپړتیا تېری کول، د اسراییلو د رژیم د عجز او کمزورۍ نښه ده. د ده په وینا، د ایران حکومت په مناسب وخت او ځای کې د سوریې پر پایتخت د شوي برید په ځواب کې د ځوابي اقدام حق لري. د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان پرون ویلي، د دمشق پر مزه سیمه د اسراییلو په برید کې ۱۰ کسان وژل شوي دي. د ایران سپاه پاسداران ویلي، په وژل شویو کې څلور کسان د دوی پوځي سلاکاران وو، خو راپورونه وایي، په دغو کسانو کې یو یې د سوریې لپاره د سپاه پاسداران استخباراتي مسوول و. د اسراییلو او حماس تر منځ د جګړې له پیل راهیسې په منځني ختیځ کې شخړې ورځ تر بلې زیاتېږي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





