google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
هېواد ته د څه باندې 7 نیم سوو افغان شخصیتونو بېرته ستنېدل
انصار: ( د مرغومی۱۳ مه)، له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون ویلي چې تر دې دمه ۷۶۲ شخصیتونه د دوی په هڅو له بهرنیو هېوادونو بېرته هېواد ته ستانه شوي. د کمیسیون د اعلامیې له مخې، په قطر دوحه کې د جمهوري نظام د سولې د مذاکراتي ټیم غړی محمد ایوب انصاري هم تازه له ترکیې څخه هېواد ته ستون شوی. یاد شوي کمیسیون تر دې مخکې هېواد ته د ننګرهار د لغوه شوې ولایتي شورا د یوه غړي سهراب قادري د ستنېدو خبر هم ورکړی و. طالب چارواکي دا کمیسیون او کړنې یې بریالۍ بولي، خو منتقدان یې باور لري چې طالبان په خپلو افراطي کړنو نه دي توانېدلي چې د پام وړ افغان شخصیتونه بېرته هېواد ته په ستنېدو قانع کړي. یو شمېر طالب چارواکو په ښکاره ټکیو ویلي چې پخواني سیاستوال یوازې په هېواد کې د ژوند کولو په موخه، بېرته هېواد ته ستنېدای شي او د وزارت، ولایت او نورو څوکیو تمه دې نه کوي. د طالبانو منتقدان بیا باور لري چې طالبان په داسې څرګندونو په ښکاره د واک د انحصار نارې وهي چې نه دوی او نه هېواد ته دا ډول کړنې ګټه لري.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





