google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
مولانا فضل الرحمان ته د کابل د واکمنو لاس غځولو ته غبرګونونه
انصار: (د لیندی ۲۶ مه)، تر هغې وروسته چې د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ګوند له فضل الرحمان څخه پاکستان سره یې د اړیکو د منځګړیتوب لپاره د کابل د واکمن طالب رژیم د غوښتنې خبر ورکړ، په دې اړه بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي. د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل ادعا کړې چې فضل الرحمان د افغانستان له پرځېدلي جمهوري نظام څخه په دې نوم میلیونونه ډالره ترلاسه کول چې د افغانستان طالبانو ته یې ورکوي او افغانستان سره یې سولې ته هڅوي. د ده په وینا، اوس په واقعیت کې فضل الرحمان له پاکستاني چارواکو د طالبانو د ور پخلا کولو لپاره همداسې پروژه اخېستې ده. د طالبانو یوه مخکیني مقام سید اکبر آغا بیا له فضل الرحمان سره په اسلام اباد کې د طالبانو د سفیر سردار شکېب لیدنه یوه معمول چاره ګڼلې او ویلي تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي هم له نوموړي سره لیدلې. د اکبر آغا په باور، د طالبانو او پاکستان اړیکې د فضل الرحمان په کچه د چا په وسیله نه شي رغول کېدای. په کابل کې د طالبانو رژیم په دې اړه څه نه دي ویلي. د فضل الرحمان ګوند دا هم ویلي چې طالب سفیر ورته د پاکستان لپاره د دوی د رژیم ځانګړی پيغام هم سپارلی، خو جزییات یې نه دي په ډاګه کړي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





