google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د خپل رژیم مخالفانو ته د ملا یعقوب پيغام او خبرداری
انصار: ( د لیندی ۱۱ مه)، له افغانستانه بهر د طالبانو پر ضد د دوی د مخالفو څېرو د تحرکاتو له زیاتیدو سره، د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد په یوه وینا کې خپلو مخالفانو ته خبرداری ورکړ چې د دوی خلاف هڅې به یې پایله ورنه کړي؛ بلکې تاوان به ورته وکړي. یعقوب مجاهد خپلو دغو مخالفانو ته له کوم مشخص وړاندیز پرته وویل چې هېواد ته ستانه او د دوی د ځواکونو او رژیم ملاتړ وکړي. د ده په وینا، د طالبانو مشر خپلو مخالفانو ته عفوه کړې او ځواکونه یې د هغوی امنیت ساتلو ته ژمن دي. طالب وزیر خپل مخالفان په بلواګرۍ تورن کړل، خو زیاته یې کړه چې د دوی ځواکونه پياوړي دي او چا ته د مخالفو حرکتونو اجازه نه ورکوي. د یعقوب مجاهد په وینا کې د دوی مخالفانو سره د خبرو او روغې جوړې په اړه کومه خبره نه وه. د طالبانو منتقدان بیا دوی تورنوي چې پر پخوانیو جنګسالارانو او مفسدو څېرو د تبصرو پر ځای باید ملت ته ځواب ووایي او ورسره خبرو ته کېني. د دوی په باور، طالبان باید د واک له انحصار او ملاییزم څخه لاس په سر، د نجونو، ښځو او ټولو افغانانو تعلیمي- سیاسي او نور حقونه تامین او د یوه قانونمند او منتخب نظام د جوړیدو لپاره اساسي ګامونه واخلي. په وروستیو کې د طالبانو یو شمېر مخالفې څېرې په روسیه او تاجکستان کې د څو غونډو پر مهال د دوی خلاف توندې خبرې وکړې او ګواښونه یې ورته وکړل.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





