انصار: ( د لړم ۲۷مه)، طالبان وایی له پاکستان سره اړیکې هغه وخت لا رغېدلی شي چې په دغه هېواد کې یو هوښیار مشر په واک کې وي
ذبیح الله مجاهد د پاکستان د لوموړي وزیر انورالحق کاکړ د ورستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، دوی له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي؛ خو له پاکستان سره یې هغه وخت اړیکې لا رغېدلی شي، چې په دغه هېواد کې یوه هوښیاره رهبري واک ته ورسیږي.
نوموړی دغه راز ویلي، په افغانستان کې اوسنی حکومت مشروع دی او ټول خلک یې تر شاه ولاړ دي.
مجاهد دا څرګندونې وروسته تر هغې کوي چې تېر ورځڅ د پاکستان د لنډ مهالي حکومت لومړي وزیر د « مارګلا ډیالوګ» په نوم یوې غونډې ته ویلي وو چې افغانستان سره به یې هغه وخت ستونزې کمې شي چې هلته یو مشروع حکومت واک ته ورسیږي.
د یادونې ده چې کاکړ تر دې وړاندې هم په افغانستان کې اوسنی حکومت نامشروع بللی، چې طالبانو حکومت یې تل څرګندونې بې ځایه بللې دي.