google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
طالبانو نشه یي توکي داسې ورک کړل، چې د امریکا پرې 20 کاله وس نه و شوی
انصار (د لړم ۲۱ مه) د روسیې پخواني ولسمشر او د ملي امنیت شورا اوسني مرستیال دیمیتري میدیدوف ویلي، چې د طالبانو رژیم په افغانستان کې د نشه یي توکیو پر وړاندې داسې مبارزه وکړه، چې امریکا او متحدینو یې په دغه هېواد کې د ۲۰ کلن حضور پر مهال ونه کړای شوه. د روسیې خبري اژانس سپوتنیک د نوموړي له قوله لیکلي، چې دا هر څه په داسې حال کې شوي، چې طالبانو سره مناسب چلند نه دی شوی. څه موده مخکې د ملګرو ملتونو په یوه راپور کې وویل شول، چې د طالبانو رژیم په افغانستان کې د نشه یي توکیو په ۹۵ سلنه نابودۍ توانیدلی. طالب چارواکي هم د دغو توکیو پر وړاندې مبارزه خپله لویه لاسته راوړنه بولي. له دې سره، په یوه بل راپور کې راغلي چې پر نشه یي توکیو د طالبانو له بندیز لګولو سره افغان بزګرانو ته د کال تر یو میلیارد ډالرو تاوان رسیږي. بزګران شکایت کوي، چې طالبانو یې پر دغه کښت بندیز لګولی، خو د بدیل معیشت غم یې نه دی خوړلی او دوی په اقتصادي لحاظ سخت تاوان لیدلی.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





