google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
له طالبانو پر خپلو غوښتنو د امریکا او هند بیا ځلي ټینګار
انصار:( د لړم ۲۰ مه) امریکا متحده ایالاتو او هندوستان په یوه ګډه اعلامیه کې یو ځل بیا پر افغانستان د طالبانو له واکمن رژیم څخه خپلې ګډې غوښتنې تکرار کړې دي. په نوې ډېلۍ کې د دواړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو له یوې ګډې غونډې وروسته په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دواړه هېوادونه له طالبانو پر کړو ژمنو عمل او د افغانستان له خاورې هېڅ ډلې ته د نورو خلاف د نه استفادې ډاډمنیدل غواړي. په اعلامیه کې له طالبانو څخه د ښځو، ماشومانو او نورو قشرونو د حقونو تامین هم غوښتل شوی. دغو هېوادونو یو ځل بیا په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د یوه پراخ بنسټه چوکاټ رامنځته کیدل اړین ګڼلي دي. طالبانو دغو غوښتنو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې ټینګار کړی چې د دوی رژیم ټول شموله او د ټولو افغانانو د حقونو تامینونکی دی. دوی دغه راز له نورو هېوادونو غوښتي، چې له داسې څرګندونو ډډه وکړي، ځکه د دوی په باور د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده. ورته غوښتنې په پراحه کچه افغانان هم له طالبانو لري، خو طالبانو ورته پاملرنه نه ده کړې.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





