google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
بهرنیان دې د حکومتوالۍ نسخې ورکوړو پر ځای همکاري وکړي
انصار( د تله ۷مه) د افغانستان په اړه د روسیې په کوربه توب د مسکو فارمټ پنځمه غونډه پرون ترسره شوه، چې پکې له طالبانو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې، د ټول ګډونه حکومت د جوړولو او دغه راز د بشري حقونو د تامینولو غوښتنې وشوې. یادې غوښتنې د غونډې په پریکړه لیک کې شوې وې. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي هم په دغه غونډه کې، چې په تاتارستان جمهوریت کې جوړه شوې وه، د یوه پلاوي په مشرۍ ګډون درلود. متقي بیا دغې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، چې په افغانستان کې مخکینیو حکومتونو له دې امله ښه پایله نه لرله، چې بهرني فرمایشات پکې منل کیدل. هغه د خپل رژیم د کړنو دفاع کړې او ویلي، چې بهرنیان دې ورته د حکومتولۍ نسخې نه ورکوي او پر ځای دې همکاري ورسره وکړي. امیرخان متقي دغه راز د سیمې له هېوادونو غوښتي، چې په کابل کې خبل سفارتونه خلاص او ورسره په رسمي ډول دیپلوماتیک روابط رامنځته کړي. د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف بیا په غونډه کې د نورو خبرو ترڅنګ دا هم ویلي، چې د طالبانو رژیم د داعش ډلې په گډون د ترهګرو ډلو پر وړاندې د مناسبو اقداماتو په سرته رسولو کې پاتې راغلی دی. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي متقي بیا ویلي، چې دوی په افغانستان کې بشپړ امنیت حاکم کړی، داعش ډله یې سخته ځپلې او د سیمې هېوادونو ته د افغانستان له خاورې خطر نه دی پېښ. هغه دغه راز، په افغانستان کې د نشه یي توکیو د له منځه وړلو ادعا هم کړې ده. تمه وه، چې د غونډې له ختمیدو سره د روسیې بهرنیو چارو وزارت رسمي اعلامیه هم صادره کړي، خو تېره شپه ناوخته پورې دغه اعلامیه رسنیو ته نه ده رسیدلې.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





