google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د مسکو فارمټ ناسته کې د افغانستان د وضعیت په اړه وضاحت ورکوو
انصار (د سنبلی 25مه) د طالبانو د حکومت ویاند وایي چې د مسکو فارمټ په ناسته کې به د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په مشرۍ د دوی پلاوی ګډون وکړي یاده ناسته د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۹مه نېټه په روسیه کې جوړیږي. د طالبانو دحکومت ویاند ذبیح الله مجاهد کلید راډیو ته وایلی چې د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ پلاوی به په دغې ناسته کې د غونډې ګډوانوالو ته د افغانستان په اړه معلومات ورکړي او په سیمه ییزو همکاریو به هم خبرې اترې وشي: دوی به د افغانستان د وضعیت په اړه وضاحت ورکړي، همداراز هلته به د سیمه ییز اتصال، همغږۍ، اقتصادي راکړې ورکړې د پیاوړتیا په اړه به له ګډونوالو هېوادونوسره خبرې اترې وکړي، د هغوی نظرونه به هم واوري او همکاري به راجلب کړي. د چارو کارپوهان له نړیوالو سره هر ډول ناستې او ملاقاتونه د افغانستان په ګټه بولي او وایي چې افغانستان باید په داسې ناستو کې هغوی ته قناعت ورکړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یادې ناستې د اجنډا په اړه ویلي چې د دغې ناستې ګډونوال به د افغانستان د اوسني وضعیت، د افغانانو تر منځ د خبرو اترو، له کلونو جګړې وروسته د افغانستان د بیارغونې او د سیمې هېوادونو د امنیت تضمین په تړاو به خبرې اترې وکړي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





