google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د پردیو موجوداتو مړي د مکسیکو پارلمان ته وښودل شول
انصار (پنجشنبه، د سنبلې ۲۳مه) د مکسیکو د کانګریس (پارلمان) په علني غونډه کې دوه مړي، چې ادعا کېږي د پردیو یا د نورو سیارو د موجوداتو دي، وښودل شول. د سې شنبې په ورځ (سپټمبر ۱۲ مه) د کانګریس په غونډه کې، چې د پارلمان د غړیو او د مکسیکو د سیاستوالو په ګډون جوړه شوې وه، دوه مړي نندارې ته کېښودل شول. دا مړي زر کاله پخواني دي او په ځانګړو تابوت ډوله صندوقونو کې حاضرو کسانو او د تلویزیونونو کامرو ته وښودل شول. د مکسیکو یوفولوژیست او خبریال جیمي مایوسان، چې له څو لسیزو راهیسې د نورو مخلوقاتو په اړه څېړنې کوي، د دغو جسدونو د ښکارولو پروګرام ترتیب کړی و. ده وویل، دا دوه مړي د پیرو (هیواد) جنوب ختیځ کوسکو ښار ته نژدې موندل شوي. دا زموږ له مځکې سره تړاو نه لري. دا داسې موجودات دي چې د یوې الوتونکې رکیبۍ په باډۍ کې موندل شوي. دوی د اوبړیو په کانونو کې په فوسیل شوي ډول موندل شوي. ښاغلي مایوسان زیاته کړه: پر دغو نمونو په وروستیو کې د مکسیکو په خپلواک ملي پوهنتون کې څېړنې وشوې. د ده په وینا څېړونکو هلته د ډي این اې شواهد د راډیو اکټیف د نېټه ټاکنې په وسیله تحلیل او تجزیه کړل او ورته جوته شوه چې د ډي این اې تر ۳۰ سلنه ډېرې بېلګې یې ناپېژندل شوي دي. د غونډې برخوالو ته د نمونو د ایکس وړانګو عکسونه هم وښودل شول او یو شمېر متخصصانو شاهدي ورکړه چې د یوه مړي په بدن کې جنین لرونکي هګۍ شته او په دواړو جسدونو کې د سیمیم او کادمیم په شان له خورا نادرو فلزونو څخه جوړ شوي ایمپلنټونه شته. د یوه جسد اندازه ۶۰ او د بل ۲۵ سانتي متره ده. په غونډه کې د امریکا د سمندري ځواک متقاعد پېلوټ رایان ګریون، هم ناست و. ده د سږ کال په لومړیو کې د امریکا د کانګریس په غونډه کې ادعا کړې وه چې د الوتنو په ترڅ کې له داسې موجوداتو سره مخامخ شوی دی. د ناپېژاندو مخلوقاتو په اړه د مکسیکو د کانګریس په شان غونډه د امریکا په کانګریس کې هم دایره شوې وه.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





