google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
دوه نیمې میاشتې وخت لرئ چې بهرني اسعار په افغانیو واړوئ
انصار (سې شنبه، د سنبلې ۲۱ مه) د افغانستان بانک په هیواد کې د افغانۍ د ترویجولو لپاره خلکو ته دوه نیمې میاشتې وخت ورکړی چې په خپل هیواد کې د راکړې ورکړې لپاره خپل بهرني اسعار په افغانیو بدل کړي. د افغانستان بانک د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانۍ د دودولو پروسه د روانې سنبلې په اوومه د هېواد له جنوب لویدیځ زون څخه پیل شوې ده. د راپورونو له مخې، په وروستیو کې په راکړه ورکړه کې د پخوا پرتله د افغانۍ چلښت زیات شوي او دې کار د افغانۍ د ارزښت له لوړېدو سره تر یوه حده مرسته کړې ده. خو د افغانۍ د ارزښت په لوړېدو کې تر ټولو مهم رول هره اوونۍ په ازاد بازار کې د ډالرو لیلام ګڼل کېږي. په همدې لړ کې د افغانستان بانک په یوه جلا خبرپاڼه کې اعلان کړی چې د افغانۍ د ارزښت د پیاوړتیا لپاره د چارشنبې په ورځ ۱۵ میلیون ډالر په آزاد بازار کې لیلاموي. په همدې حال کې د افغانستان بانک ویندوی حسیب الله نوري له ملي ټلویزیون څخه په وینا کې خلکو ته خبرداری ورکړ چې باید په راکړه ورکړه کې د بهرنیو اسعارو له کارولو ډډه وکړي او د دې خبرداري د نه رعایتولو په صورت کې به له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي. ده دا واضح نه کړه چې څه ډول چلند به کېږي. له ډیرو کلونو راهیسې د افغانستان په ختیځو او جنوبي ولایتونو کې پاکستانۍ روپۍ او په لویدیځو ولایتونو کې د ایران ریال تر افغانۍ زیات کارول کېږي. د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





