google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
پاکستان د تورخم لار تر سبا پرانیزي                
نور   پاکستان د تورخم لار تر سبا پرانیزي
               
پاکستان د تورخم لار تر سبا پرانیزي
پاکستان د تورخم لار تر سبا پرانیزي
2023/09/10-12:58

انصار خبری آژنس، (یکشنبه، د سنبلې ۱۹ مه) د تورخم دروازې د پرانستلو په اړه د طالب او پاکستاني چارواکو ترمنځ په خبرو کې وټاکل شوې چې تورخم دروازه تر سبا (دوشنبه) پورې پرانیستل شی.

دا پرېکړه وروسته له دې وشوه چې تېره شپه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د میوو د صادراتو په مهال د پاکستان له لوري د لارو د بندېدو په غبرګون کې وویل چې د پاکستان دا ډول اقدامات د توجیه وړ نه دي.

باوري سرچینو تاند ته ویلی چې د طالبانو د حکومت او پاکستاني چارواکو ترمنځ د تورخم دروازې د خلاصېدو او په تورخم کې د بیا نښتې د مخنيوي لپاره خبرې وشوې.  له سيمې يوې سرچينې وويل، پاکستاني لوري تر سبا دوشنبې پورې د تورخم دروازې د بېرته پرانيستل کېدو ژمنه کړې ده. سرچينه زیاته کړه، دواړه خواوې په خپلو خبرو کې دې پايلې ته رسېدلي چې نښته د حل لاره نه ده او بايد رامنځته کېدونکې ستونزې د خبرو له لارې حل شي. د تورخم دروازه پنځه ورځې وړاندې وروسته له هغه وتړل شوه چې، د راپورونو پر بنسټ طالب عسکرو يوه پخوانۍ پوسته بېرته جوړوله چې پاکستاني پوله ساتو پرې ډزې وکړې. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارووزارت تېره شبه په یوه اعلامیه کې ویلي چې پاکستانی لوری د افغان کرنیزو حاصلاتو او مېوو د رسېدو او صادریدو په وخت په نه توجیه کېدونکو پلمو دروازې تړي چې نه یوازې د دواړو لوریو تجارت ته زیان اړوي، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ فاصلې زیاتوي. د طالبانو حکومت دا هم ویلي چې په وروستیو کې د پاکستان حکومت د کراچۍ بندر کې د حساس لیست په پلمه په سلګونو کانټیرونو کې د افغان سوداګرو توکي درولي دي.  د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې په واګه بندر کې د پاکستان پولیسو پوستې ته نږدې د افغان سوداګرو په انځرو بار د یوې لویې لارۍ د سوځول کېدو یادونه هم شوې او ویل شوي چې دې کار لوی تشویش او بې اعتمادي رامنځ ته کړې.

 

د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي.
لاندې په ساحه کې ښودل شوي حروف دننه کړئ.
پاکستان د تورخم لار تر سبا پرانیزي
پاکستان د تورخم لار تر سبا پرانیزي
طالبان
د امیر خان متقي او فیصل بن فرحان تیلیفونی خبرې
پاکستان د تورخم لار تر سبا پرانیزي
سپینه مانی
په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو د ماښام ډوډۍ پر مهال ډزې شوي
پاکستان د تورخم لار تر سبا پرانیزي
کیف
اوکراین پلازمینه کې وسله وال برید شوی
پاکستان د تورخم لار تر سبا پرانیزي
پاکستان
متقي د عربستان له سفیر سره د کابل-اسلام اباد پر روغې جوړې خبرې وکړې
پاکستان د تورخم لار تر سبا پرانیزي
طالبان
د طالب چارواکو د بندیزونو د لیسټ نویو زیاتوونو د طالبانو غبرګون پارولی
پاکستان د تورخم لار تر سبا پرانیزي
امریکا
د ایران او امریکا ترمنځ خبرې نن (شنبه) په اسلام‌اباد کې پیلېږي
پاکستان د تورخم لار تر سبا پرانیزي
امریکا
امریکا او ایران په روستۍ شیبه کې په اوربند سلا شول
پاکستان د تورخم لار تر سبا پرانیزي
آسترالیا
د افغانستان په جګړه کې استرالیايي سرتېری په جنګي جرم تورن شو
پاکستان د تورخم لار تر سبا پرانیزي
ایتالیا
د ایټالیا صدراعظمه د دریو عربي هیوادو په سفر تللې
پاکستان د تورخم لار تر سبا پرانیزي
طالبان
د طالبانو حکومت په ایران کې د 6 افغانانو وژل کېدل تایید کړل
پاکستان د تورخم لار تر سبا پرانیزي
پاکستان
پاکستان کې لا هم د هند خلاف وسله‌والې ډلې فعالیت لري
پاکستان د تورخم لار تر سبا پرانیزي
طالبان
د اریانا افغان هوايي شرکت الوتکې ته د کابل په هوايي ډګر کې پېښه
پاکستان د تورخم لار تر سبا پرانیزي
امریکا
شهباز شریف:د امریکا او ایران ترمنځ منځګړیتوب ته چمتو یو
پاکستان د تورخم لار تر سبا پرانیزي
طالبان
طالبان وايي بلخ کې یې پاکستاني الوتکو باندې ډزې کړي
پاکستان د تورخم لار تر سبا پرانیزي
مهاجران
د امریکا د کډوالۍ ادارې کارکوونکي هوایي ډګرونو ته لېږدول کیږي
پاکستان د تورخم لار تر سبا پرانیزي
دینی عالمان
د پاکستان یو دیني عالم: عاصم منیر زمونږ سپکاوی کړی
پاکستان د تورخم لار تر سبا پرانیزي
لبنان
د اسراییلو په بریدونو کې لبناني عسکرو ته مرګژوبله اوښتې
پاکستان د تورخم لار تر سبا پرانیزي
پاکستان د تورخم لار تر سبا پرانیزي
په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو د ماښام ډوډۍ پر مهال ډزې شوي
پاکستان د تورخم لار تر سبا پرانیزي
اوکراین پلازمینه کې وسله وال برید شوی
پاکستان د تورخم لار تر سبا پرانیزي
پاکستان د تورخم لار تر سبا پرانیزي
پاکستان د تورخم لار تر سبا پرانیزي
پاکستان د تورخم لار تر سبا پرانیزي
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ
پاکستان د تورخم لار تر سبا پرانیزي
پاکستان د تورخم لار تر سبا پرانیزي
پاکستان د تورخم لار تر سبا پرانیزي
پاکستان د تورخم لار تر سبا پرانیزي
پاکستان د تورخم لار تر سبا پرانیزي
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
د محرمیت تګلاره            د کارولو شرایط
بهرنۍ لینکونه د حوالې لپاره چمتو شوي دي. انصار پریس د بهرنیو انټرنیټ سایټونو د محتوا مسؤلیت نلري. @ 2025 Ansar Press
پاکستان د تورخم لار تر سبا پرانیزي