google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
امریکا او اسلامي امارت په دوحه کې د بشري ناورین پر مخنیوی خبرې وکړې
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې پر ورځ په ډاګه کړې؛ د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس ویسټ په مشرۍ د امریکا یوه پلاوي د دوشنبې او سې شنبې پر ورځو په قطر کې د افغانستان د اسلامي امارت له لوړپوړیو استازیو سره خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ دواړو لوریو په افغانستان کې د بشري ناورین په اړه د نړیوالې ټولنې د غبرګونونو په اړه خبرې وکړې او امریکایي پلاوي ژمنه وکړه، چې د وضعیت د حل لپاره به د ملګرو ملتونو د هڅو ملاتړ روان وساتي. د بهرنیو چارو وزارت امریکايي چارواکو ویلي؛ دوی له بشري حقونو څخه د سرغړونو د تورونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او له طالبانو( اسلامي امارت) یې وغوښتل، چې د ټولو افغانانو حقونه خوندي او د عمومي بښنې پالیسي پلي، ده یو ټولګډونه او استازي حکومت د جوړولو لپاره نور ګامونه هم پورته کړي. دغه راز امریکا د افغانستان اسلامي امارت له چارواکو وغوښتل، چې د ټول هېواد په کچه د ښځو او نجونو لپاره په ټولو کچو کې ښوونې او روزنې ته د لاسرسي چمتو کولو ژمنې پلي کړي. د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي: طالبانو( اسلامي امارت) تعلیم ته د بشپړ لاسرسي په برخه کې له نړیوالې ټولنې سره د ښکېلتیا لپاره د تعامل دریځ څرګند کړ او په ښوونځیو کې یې د ټولو کچو د ښځو او نجونو له شاملولو له هڅو هرکلی کوي. په خبرپاڼه کې څرګنده شوې، چې د امریکا په پلاوي کې د استخباراتو، خزانې وزارت او د امریکا د نړیوالې مرستندویه ادارې یو اس ای آی ډي په ګډون یو شمېر نورو چارواکو هم ګډون درلود. دغه راز د دوحې د نوي پړاو په خبرو کې امریکا ویلي؛ واشنګټن په افغانستان کې خپلو لومړیتوبونو ته د لاسرسي په هڅه کې دی. د اسلامي امارت پلاوي له امریکايي چارواکو سره له خبرو مخکې د اروپايي ټولنې له استازیو سره دوه ورځنۍ خبرې درلودې، چې له افغانستان سره د بشري مرستو، بشري حقونو په ځانګړي توګه نجونو او ښځو ته د کاري او تحصیلي فرصتونو برابرول، د ټولګډونه دولت جوړول او په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د دفترونو پر پرانیستلو ورټولې وې. د یادونې ده، چې د دوحې د اسلامي امارت او امریکا استازیو د دوه ورځنۍ ناستې په اړه د افغانستان اسلامي امارت ویلي، چې دواړو خواوو د خپلو لومړیتوبونو د نوملړ په اړه بشپړې خبرې کړې دي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





