google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په اړه بېړنۍ غونډه ترسره کړه
د یکشنبې پر ورځ د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان د روان وضعیت په اړه یوه بېړنۍ ناسته ترسره کړې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې خپلې بشري مرستې چمتو کړي.
رویټرز څرګنده کړې؛ په دې ناسته کې، چې د سعودي عربستان لخوا جوړه شوې وه؛ د افغانستان له ټولو ډلو وغوښتل شول، چې د یوه ټولګډونه اسلامي حکومت د رامنځته کولو لپاره ژر تر ژره هوکړې ته ورسیږي. د یاد بنسټ د څرګندونو له مخې؛ او آی سي په افغانستان کې د خرابیدونکي بشري وضعیت په اړه، چې وبا او وچکالۍ هم ورسره مل شوې؛ اندېښنه لري او د مرستې ډاډ ورکوي. د غونډې له غړیو، همکارانو او مالي ادارو یې وغوښتل، چې پخپل وخت بشري مرستې چمتو کړي. د او آی سي لخوا په اعلامیه کې راغلي، چې غړي هېوادونه به د سولې، امنیت، ثبات او پرمختګ په برخه کې له افغانستان څخه خپل ملاتړ کړي او مرستې روانې وساتي. دې ټولنې ټینګار کړی، چې نړیوال باید د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې پرته څومره، چې شوني وي مرسته وکړي. په دې ناسته کې په ډاګه شوې، چې د او آی سي یو پلاوی به د افغانستان پلازمېنې کابل ته واستول شي، چې د دې ټولنې د سولې او پخلاینې له پیغامه ملاتړ څرګند، ټولې خواوې سره همغږې او د افغانانو بنسټیز حقونه تضمین کړي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





