google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
طالبان له نړۍ سره د دوستانه او رسمي اړیکو غوښتونکي دي مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې پر ورخ د زمري ۲۸ د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۲ کلیزې په مراسمو کې وویل، چې طالبان د نړۍ له ټولو هېوادونو په ځانګړي توګه له امریکا سره دوستانه اړیکې غواړي او له کوم هېواد سره دښمني نلري. تر سپین بیرغ لاندې د هېواد د خپلواکۍ د ورځې په نمانځغونډه کې ذبیح الله مجاهد له خلکو څخه د ټولګډونه نظام په جوړولو کې د یووالي غوښتنه وکړه او وایي، چې خپل هېواد په بحران کې له ډوبېدو څخه وژغورئ. که څه هم دا مراسم د تېرو کلونو پر پرتله په بله بڼه ترسره شوي؛ خو طالبان وايي، چې دا ورځ باید ونمانځل شي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې مراسمو کې د سیاسي مسلو په اړه ډېرې خبرې وکړې او د نړۍ له هېوادونو یې وغوښتل، چې دوی پر رسمیت وپېژني. ذبیح الله مجاهد د طالبانو د فرهنګي چارو کمیسیون ویاند او مشر ويلي، چې دوی د نړۍ له ټولو هېوادونو سره دوستانه او رسمي اړیکې غواړي؛ خو خبرداری ورکوي که دا هېوادونه بیا د لاسوهنې نیت ولري؛ دوی به یې پر وړاندې ودریږي. نوموړی وایي: نړۍ باید له مونږ څخه وېره ونلري. مونږ باید وپېژندل شو او مونږ غواړو، چې د امریکا په ګډون د نړۍ له ټولو هېوادونو سره دوستانه اړیکې ولرو. طالبان د تېرو کلونو پر پرتله د خپلواکۍ کلیزه؛ ځکه ښه نمانځي، چې په وینا یې دوی په افغانستان کې د نړۍ لوی ځواک ته ماتې ورکړې د ه. سردار محمد شکیب د طالبانو د فرهنګي چارو کمیسیون غړی زیاتوي: ټول خلک خوشحاله دي، چې نن زمونږ هېواد کې د بهرنیو له لاسوهنو ژغورل شوی دی. طالبانوله خلکو غوښتي، چې د دوی تر حاکمیت لاندې له شخصي غوښتنو تېر شي او له دغه فرصت څخه ګټه پورته کړي، چې یو ټولګډونه حکومت رامنځته شي. د طالبانو د فرهنګي چارو کمیسیون مرستیال احمدالله وثیق وایي: مونږ له خلکو غواړو، چې د سیسټم په جوړولو کې له مونږ سره همکاري وکړي او خپلې شخصي غوښتنې په پام کې ونه نیسي؛ ځکه ټولې ستونزې د اسلام په رڼا کې حل کیدی شي. طالبانو په داسې حال کې له نړیوالې ټولنې څخه د رسمیت پېژندنې غوښتنه کوي، چې هغوی وار دمخه ویلي؛ په افغانستان کې به د زور له لارې رامنځته شوي حکومت پر .رسمیت ونه پېژني
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





