google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د لنډ مهالي حکومت په اړه له سیاستوالو سره د عبدالله عبدالله غونډه
د افغانستان د راتلوونکي او نظام د څرنګوالي په هکله د اندېښنو له زیاتوالي سره هم مهاله ځينې سرچینې د دې پخلی کوي چې نن شنبې (د زمري په ۲۳مه) د ملي روغې جوړې عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله په مشرۍ له ځينو سیاستوالو سره د تړلو دروازو تر شا یوه څو ساعته غونډه جوړه شوه. دغه سرچینې زیاتوي چې په دغې غونډه کې د اوسني وضعیت، اوربند او د لنډمهالي حکومت د رامنځته کېدو په هکله بحث وشو. په دې غونډه کې حامدکرزي، محمد کریم خلیلي، صلاح الدین رباني، محمد محقق، میررحمان رحماني، یونس قانوني، سید منصور نادري، حاجي دین محمد، بابر فرهمند او حنیف اتمر ګډون کړی و او دغه غونډه د تړلو دروازو ترشا څو ساعته روانه وه. خو د عبدالله عبدالله دفتر تراوسه د دغې غونډې په هکله جزییات نه دي ورکړي او هغو سیاستوالو چې په دغې غونډه کې حضور درلود هم په دې هکله څه نه دي ویلي. خو هېوادوال وايي هیله لري چې سیاستوال داسې طرحه پلي کړي چې له دې نور ډېر خلک قرباني نه شي او په هېواد کې جګړه پای ته ورسېږي. د پوهنتون استاده یلدا نصري وايي:«موږ زده کړې وکړې او هېڅکله ناهیلې شوي نه یوو او هېڅکله به له هېواده تېښته ونه کړو. په دې برخه کې چې موږ په پرله پسې توګه ایستلي دي، غواړو چې پایله یې ترلاسه کړو.» بل خوا د احمد مسعود د دفتر غړي وایي چې پاکستان د افغان سیاستوالو ترمنځ د غونډې د کوربتوب لپاره، احمد مسعود او یو شمېر نورو سیاستوالو ته بلنه ورکړې ده، خو د دغې غونډې د جوړېدو کره وخت څرګند نه دی. دا هڅې په داسې حال کې کېږي چې افغانستان په اندېښمنوونکي وضعیت کې دی؛ طالبانو کابو ۲۰ ولایتونه نیولي او د هېواد په ځينو برخو کې جګړه روانه ده. نن ولسمشر هم په یوه له مخکې ثبت شوي پیغام کې وویل چې امنیتي ځواکونه به بیا انسجام شي او هغه به د افغانستان د ولسمشر په توګه پرې نه ږدي بې ثباتي ډېره شي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





