google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
مارشال دوستم: شمال ته د طالبانو ننوتل اسانه خو وتل یې سخت دي
د جنش ګوند مشر او د ولسمشر غني پخوانی لومړی مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم وايي، د افغانستان شمال ته د طالبانو ننوتل اسانه خو راوتل یې سخت دي.
مارشال دوستم چې تازه د هېواد شمال ته له طالبانو سره د جګړې لپاره تللی وايي، له شمال څخه د طالبانو بیا راوتل د دوی په اختیار کې نه دي. دی وايي، هر ځل چې طالبانو د شمال د نیولو هڅه کړې او ننوتلي دي، خو درانه تلفات یې لیدلي او نه دي توانېدلي، چې سیمې کنټرول کړي. نوموړي ویلي، په وار وار یې پر طالبانو غاړه خلاصه کړې، چې له جګړې لاس واخلي، خو په وینا یې طالبانو نه ده منلې. دی وایي، طالبان هېڅ پند نه اخلي، هر ځل چې شمال ته ننوتي په دام کې لوېدلي او په خبره یې دا ځل به هم په اسانه له شمال څخه ونوځي. د جنبش ګوند مشر خبرداری ورکړی، چې دا ځل به هم طالبانو ته ماته ورکوي او وايي، اوس دی پسې راوتی نو که وژل کېږي او یا بل څه ناوړه ورسره کېږي ګیله دې نه کوي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





