google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
ولسمشرغني د طالبانو او د هغوی د ملاتړ پر وړاندې د ملي بسیج غوښتنه وکړه                
نور   ولسمشرغني د طالبانو او د هغوی د ملاتړ پر وړاندې د ملي بسیج غوښتنه وکړه
               
ولسمشرغني د طالبانو او د هغوی د ملاتړ پر وړاندې د ملي بسیج غوښتنه وکړه
ولسمشرغني د طالبانو او د هغوی د ملاتړ پر وړاندې د ملي بسیج غوښتنه وکړه
2021/08/02-13:00

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي شورا په فوق العاده غونډه کې له تولو افغانانو وغوښتل، چې د طالبانو او د هغوی د ملاتړو پر وړاندې ملي بسیج رامنځ ته کړي.

ولسمشرغني د طالبانو او د هغوی د ملاتړ پر وړاندې د ملي بسیج غوښتنه وکړه

ښاغلي غني نن دوشنبې د زمري ۱۱ مه د کابینې د غړو، سیاسیونو او مخورو سره یو ځای د ملي شورا فوق العاده غونډې ته وینا وکړه.

نوموړي د وینا پر مهال و ویل، په هېواد کې یې د سولې لپاره ډېرې هڅې کړې، دولت او د افغانستان خلکو د سولې لپاره داسې قربانۍ ورکړې، چې د نړۍ په هېڅ ګوټ کې بل چا نه دي ورکړي.

خو په وینا یې طالبانو او د هغوی ملاتړو نه یوزاې سولې ته هېڅ اراده نه ده ښودلې، بلکې تر پخوا یې بریدونه او جګړې لا زیاتې کړې، چې قرباني یې افغانان دي.

ده و ویل«موږ سولې ته کلکه اراده او جماع درلوده او لرو یې، قرباني مو ورکړه، خو طالبانو او ملاتړو یې مزوږ دا قرباني زموږ ډار وباله، له سولې یې مخ اړولی او جګړه یې پر موږ وتپله.»

ښاغلي غني ملي شورا ته په خطاب کې یو ځل بیا و ویل، چې په تېرو ۲۴ کلونو کې په طالبانو کې تغیر راغلی، خو په وینا یې دا مثبت تغیر نه دی، بلکې منفي دي، چې د ده په خبره دا ډله لا وحشي او خونړۍ شوې ده.

ده زیاته کړه، چې د خدای ج حکم دی، چې د دوه متخاسمو ډلو تر منځ باید سوله وشي او که چېرته یو طرف په جګړه ټینګار کوي، باید پر وړاندې یې قیام وشي او جګړه ورسره وشي.

افغان ولسمشر زیاته کړه، چې د همدې آیت شریف له حکم سره سم افغان حکومت او ولس د سولې غېږ خلاصه کړې، خو طالبان او ملاتړي یې سوله نه کوي، بلکې جګړې ته یې دوام ورکړی دی.

نوموړي زیاته کړه، همدې شرایطو کې چې دا جګړه او دا فتنه پر افغانانو تپل شوې او تر یوه ښکاره یرغل لاندې دي، نو ټول باید په یوه غږ او یووالي سره د خدای ج د حکم مطابق د دښمن او د هغو د ملاتړو پر وړاندې راپورته شي.

هغه د هېواد اوسنیو شرایطو ته اشارې سره و ویل، چې د دغه وضعیت د مهار او مدیرت لپاره یو جامع پلان جوړ شوی، چې عملي چارې یې پیل شوې او په راتلونکو شپږو میاشتو کې به په بریالۍ توګه عملي او استقرار به رامنځ ته شي.

ښاغلي غني یو ځل بیا پر طالبانو د سولې غږ وکړ او ویې ویل، چې طالبان دې په لوی لاس د افغانانو دښمني نه اخلي، بلکې یو د بل منلو ته دې غاړه کېږي.»

ده و ویل« طالبانو ته وایم، زموږ د خلکو زړونه لوی دي، خو ستاسو جنایتونه یې نه هېرېږي، طالبانو د افغانانو دښمني په پیسو مه اخلۍ، درته وایم، دښمني خوشي کړۍ او دوستی وکړي، یو بل ومنی، کنه، نه زموږ ګټه ده او نه ستاسو.»

د طالبانو او د هغوي د ملاتړو پر وړاندې د ملي بسیج غوښتنه:

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي شورا په فوق العاده غونده کې، چې د خلکو پر استازو، سیاسیونو او مخورو غږ وکړ، چې د طالب او د هغوی د ملاتړو پر وړاندې د خلکو په ملي بسیج کې له حکومت سره همکاري وکړي.

ښاغلي غني دوی ته په خطاب کې و ویل، چې که نه غواړی، تېرې لاس ته راونې په اوبو لاهو شي او برخلیک مو د اکوړه خټک په مدرسه کې وټاکل شي نو باید یووالی وکړي تر څو دښمن غاښ ماتونکی ځواب و ویني.

ولسمشر زیاته کړه«د طالب او د هغو د ملاتړ په ضمیر کې سوله ځای نه لري، تر څو موږ په جګړه کې داسې تغیر رانولو چې دوی سولې ته راضي شي، د همدې لپاره نن د یوالي ورځ ده، د ملاتړ او سلامت فرصت نشته، قضاوت به خلکو ته پرېږو، زما ټینګار په یووالي دی، ځکه موږ په یوه ملی ازمویښت کې یو، تاسو نه پوښتنه کوم، چې آیا موږ خپل څو زره کلن تمدن ته په کتو پرېږدو، چې برخلیک مو د اکوړه خټک په مدرسه کې وټاکل شي، نه هېڅ کله هم نه، آیا داسې سولې لپاره داسې ډلې ته ګوندې وهو چې خوارج دي، نه هېڅ کله هم نه.»

ښاغلي غني د ځينو سیمو پرېښودو ته په اشارې و ویل، چې په تېرو دریو میاشتو کې افغانستان له یوه مترقبه حالت سره مخ و او د یوې داخلي او بهرنۍ تبلیغاتي جګړې لاندې دی، نور هېڅ ډول معامله نشته.

هغه ملي شورا ته زیاته کړه، چې نن دا ابهام لرې شوی او یوې نسبي همغږۍ ته اړتیا ده تر څو افغانستان یوه روښانه راتلونکې ولري او په دې برخه کې د ملي د استازو همکاري اړینه ده.

ده وویل«د هېواد د روښانه راتلونکي لپاره غواړم تاسو لاس راکړی، تاسو هر یو په ولایتونو کې له زرګونو کسانو سره پېژنۍ، راځی یو ملي بسیج رامنځ ته کړي، تر څو دښمن ته قاطع ځواب ورکړل شي.»

د روان حالت د تغیر لپاره شپږ میاشتنۍ پلان:

افغان ولسمشر زیاته کړه، چې د روان حالت د تغیر لپاره یو شپږ میاشتنی پلان جوړ شوی چې اوس یې عملي چارې پیل شوې او د دغه پلان په پیلېدو سره افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو دا وړتیا پیدا کړې، چې په شپږو میاشتو کې بېرته استقرار ته ورسېږو او پر خپلو پښو ودرېږو.

ښاغلي غني یو ځل بیا د ترهګرۍ په اړه و ویل«موږ د ترهګرۍ له نړیوال یرغل سره مخ یو، دا یرغل درې مخه لري، لومړی یې طالب دی، چې په تېرو ۲۴ کلونو کې لا خونړي او وحشي شوي دي، له ترهګرو سره یې اړیکې نه دي پرېکړې، بلکې لا یې پیاوړې کړې دي، دیني ارزښتونو او نړیوالو قوانینو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي.»

ولسمشر زیاته کړه، چې شپږ میاشتنۍ امنیتي پلان واضح دی خو د اوس لپاره یوازې دومره وايي، چې ټولې تیاریانې نیول شوې، تر څو په شپږو میاشتو کې د فتنې دا موج دفع شي.

نوموړي و ویل، استقرار ته رسېدو او د دغه پلان د عملي کېدو لپاره اړتیا ده، چې خلک د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ بسیج شي.

د ښاغلي غني په وینا د دغه پلان مطابق به افغان پوځ د ملي تاسیساتو ساتنه کوي، د کورنیو چارو وزارت به د ښارونو او ستراتېژیکو ولسوالیو ساتنه کوي او ملي امنیت او د ملي امنیت شورا به په همغږۍ د خلکو د بسیج کولو چارې مخ ته وړي.

ده زیاته کړه، چې که څه هم اوس بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وتلي، خو د دغه پلان د عملي کېدو لپاره د امریکا او متحدینو کلک ملاتړ موجود دی او د اړیکو د نوي فصل په چوکاټ کې به د نړیوالو مالي او سیاسي ملاتړ دوام ولري.

هغه «زه اوس ۷۲ کلن یم د ځان لپاره نور هېڅ نه غواړي، فقد غواړم راتلونکي نسلونه مو په ارام ژوند وکړي، د دې کار لپاره به یا له طالبانو سره ګونډه په ګونډه خبرو ته کېنو او یا دا چې د جګړې په ډګر کې به یې ګونډې ماتو.»

ولسمشر د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ، چې ده خپل انتخاب کړي او اوس د طالبانو او د هغوی د ملاتړو وار دی، چې خپل انتخاب وکړي.

د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي.
لاندې په ساحه کې ښودل شوي حروف دننه کړئ.
ولسمشرغني د طالبانو او د هغوی د ملاتړ پر وړاندې د ملي بسیج غوښتنه وکړه
ولسمشرغني د طالبانو او د هغوی د ملاتړ پر وړاندې د ملي بسیج غوښتنه وکړه
طالبان
د امیر خان متقي او فیصل بن فرحان تیلیفونی خبرې
ولسمشرغني د طالبانو او د هغوی د ملاتړ پر وړاندې د ملي بسیج غوښتنه وکړه
سپینه مانی
په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو د ماښام ډوډۍ پر مهال ډزې شوي
ولسمشرغني د طالبانو او د هغوی د ملاتړ پر وړاندې د ملي بسیج غوښتنه وکړه
کیف
اوکراین پلازمینه کې وسله وال برید شوی
ولسمشرغني د طالبانو او د هغوی د ملاتړ پر وړاندې د ملي بسیج غوښتنه وکړه
پاکستان
متقي د عربستان له سفیر سره د کابل-اسلام اباد پر روغې جوړې خبرې وکړې
ولسمشرغني د طالبانو او د هغوی د ملاتړ پر وړاندې د ملي بسیج غوښتنه وکړه
طالبان
د طالب چارواکو د بندیزونو د لیسټ نویو زیاتوونو د طالبانو غبرګون پارولی
ولسمشرغني د طالبانو او د هغوی د ملاتړ پر وړاندې د ملي بسیج غوښتنه وکړه
امریکا
د ایران او امریکا ترمنځ خبرې نن (شنبه) په اسلام‌اباد کې پیلېږي
ولسمشرغني د طالبانو او د هغوی د ملاتړ پر وړاندې د ملي بسیج غوښتنه وکړه
امریکا
امریکا او ایران په روستۍ شیبه کې په اوربند سلا شول
ولسمشرغني د طالبانو او د هغوی د ملاتړ پر وړاندې د ملي بسیج غوښتنه وکړه
آسترالیا
د افغانستان په جګړه کې استرالیايي سرتېری په جنګي جرم تورن شو
ولسمشرغني د طالبانو او د هغوی د ملاتړ پر وړاندې د ملي بسیج غوښتنه وکړه
ایتالیا
د ایټالیا صدراعظمه د دریو عربي هیوادو په سفر تللې
ولسمشرغني د طالبانو او د هغوی د ملاتړ پر وړاندې د ملي بسیج غوښتنه وکړه
طالبان
د طالبانو حکومت په ایران کې د 6 افغانانو وژل کېدل تایید کړل
ولسمشرغني د طالبانو او د هغوی د ملاتړ پر وړاندې د ملي بسیج غوښتنه وکړه
پاکستان
پاکستان کې لا هم د هند خلاف وسله‌والې ډلې فعالیت لري
ولسمشرغني د طالبانو او د هغوی د ملاتړ پر وړاندې د ملي بسیج غوښتنه وکړه
طالبان
د اریانا افغان هوايي شرکت الوتکې ته د کابل په هوايي ډګر کې پېښه
ولسمشرغني د طالبانو او د هغوی د ملاتړ پر وړاندې د ملي بسیج غوښتنه وکړه
امریکا
شهباز شریف:د امریکا او ایران ترمنځ منځګړیتوب ته چمتو یو
ولسمشرغني د طالبانو او د هغوی د ملاتړ پر وړاندې د ملي بسیج غوښتنه وکړه
طالبان
طالبان وايي بلخ کې یې پاکستاني الوتکو باندې ډزې کړي
ولسمشرغني د طالبانو او د هغوی د ملاتړ پر وړاندې د ملي بسیج غوښتنه وکړه
مهاجران
د امریکا د کډوالۍ ادارې کارکوونکي هوایي ډګرونو ته لېږدول کیږي
ولسمشرغني د طالبانو او د هغوی د ملاتړ پر وړاندې د ملي بسیج غوښتنه وکړه
دینی عالمان
د پاکستان یو دیني عالم: عاصم منیر زمونږ سپکاوی کړی
ولسمشرغني د طالبانو او د هغوی د ملاتړ پر وړاندې د ملي بسیج غوښتنه وکړه
لبنان
د اسراییلو په بریدونو کې لبناني عسکرو ته مرګژوبله اوښتې
ولسمشرغني د طالبانو او د هغوی د ملاتړ پر وړاندې د ملي بسیج غوښتنه وکړه
ولسمشرغني د طالبانو او د هغوی د ملاتړ پر وړاندې د ملي بسیج غوښتنه وکړه
په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو د ماښام ډوډۍ پر مهال ډزې شوي
ولسمشرغني د طالبانو او د هغوی د ملاتړ پر وړاندې د ملي بسیج غوښتنه وکړه
اوکراین پلازمینه کې وسله وال برید شوی
ولسمشرغني د طالبانو او د هغوی د ملاتړ پر وړاندې د ملي بسیج غوښتنه وکړه
ولسمشرغني د طالبانو او د هغوی د ملاتړ پر وړاندې د ملي بسیج غوښتنه وکړه
ولسمشرغني د طالبانو او د هغوی د ملاتړ پر وړاندې د ملي بسیج غوښتنه وکړه
ولسمشرغني د طالبانو او د هغوی د ملاتړ پر وړاندې د ملي بسیج غوښتنه وکړه
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ

د محرمیت تګلاره            د کارولو شرایط
بهرنۍ لینکونه د حوالې لپاره چمتو شوي دي. انصار پریس د بهرنیو انټرنیټ سایټونو د محتوا مسؤلیت نلري. @ 2025 Ansar Press
ولسمشرغني د طالبانو او د هغوی د ملاتړ پر وړاندې د ملي بسیج غوښتنه وکړه