google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
انتوني بلېنکن: که طالبان په زور واک ته ورسېږي، افغانستان به یو مردود دولت شي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړي، چې که وسله وال طالبان د زور له لارې واک ته د رسېدو هڅه وکړي، نو په هغه صورت کې به افغانستان یو مردود دولت شي. انتوني بلېنکن دغه څرګندونې په نوي ډیلي کې د هند بهرنیو چارو وزیر جي شنکر سره تر لیدنې وروسته په یوه ګډه خبري ناسته کې کړې دي. نوموړي ټینګار کړي، چې د افغانستان جګړه نظامي حل لار نه لري او افغان حکومت او طالبان باید د مذاکراتو میز ته کېني او سیاسي توافق وکړي. دی وايي، هند او امریکا موافقه لري، چې د افغانستان هر راتلونکى حکومت باید ټولشموله وي، د افغانانو استازولي وکړي، او بالاخره د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهير وي. خو خبرداری یې ورکړ، چې که طالبان د زور له لارې واک ته ورسېږي، نو افغانستان به یو مردود او نه منل کېدونکی دولت شي. بلېنکن و ویل«طالبان وایي چې په نړیواله کچه په رسمیت پیژندنې هڅه کوي او دوی د افغانستان لپاره د نړۍ ملاتړ غواړي. ښایي دوی غواړي چې مشران یې وکړای شي چې نړۍ ته ازاد سفر وکړي او بندیزونه پرې لرې شي په زور په هېواد برلاسي کېدل او د هېواد د وګړو د حقونو نه سرغړونه هغه لار نه ده چې دغه اهداف ترلاسه شي.» هغه په دې وروستیو کې د طالبانو د بریدونو د زیاتوالي په اړه هم اندېښنه وښوده او ویې ویل، چې دغه تاوتریخوالی د افغانستان د راتلونکې لباره ښه نښه نه ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې امریکا او هندوستان به د افغانستان د ثبات او پرمختګ لپاره خپلې ګډې حياتي رول جاري وساتي. د هند او امریکا ژمنه: بل خوا دی وايي، له خپل هندي سیال جي شنکر سره یې ژمنه وکړه، چې امریکا او هند به خپل امنیتي مشارکت لا پراخوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیرخبریالانو ته وویل، د امریکا او هند اړیکي د اهمیت له پلوه په نړۍ کې بې ساري دي. ده زیاته کړه چې امریکا او هند به د افغانانو د لاسته راوړنو د خوندیتوب او په سیمه کې د ثبات لپاره خپلو هڅو ته له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته هم ادامه ورکوي. د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جی شنکر بیا وویل چې نړیواله ټولنه یو خپلواک، ډموکراتیک او باثباته افغانستان غواړي چې له ګاونډیانو سره په سوله کې وي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





