google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
امریکا: که کابل له خطر سره مخ کېږي هوايي بریدونه ارزو
نیویارک ټایمز ورځپانې د امریکا د لوړ پوړو چارواکو له قوله ویلي، که کابل او نور مهم ښارونه له خطر سره مخ کېږي دوی به هوايي بریدونه وارزوي. دغه چارواکي زیاته کړې، پنټاګان داسط اجازې تر لاسه کول اروزي، چې د طالبانو له خوا د کابل یا نورو مهمو ښارونو د نیولو وېره وي، نو ځواب کې یې دوی د افغان پوځ په ملاتړ هوايي بریدونه وکړي. دغه چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی ویلي، لا هم په دې هکله کومه پرېکړه نه ده شوې، خو یو غوراوی هم دا دی چې که د افغانستان پلازمېنه له نیول کېدو یا کلابندۍ سره مخ وي او د وګړو یا د امریکا سفارت د کارمنانو او د دغه هېواد د ملګرو ژوند په خطر کې وي، نو ځواب کې یې د امریکا جنګي یا بې پیلوټه الوتکې لاس په کار شي. نیویارک ټایمز وايي، د افغان ځواکونو د هوايي ملاتړ د دوام په هکله بحثونه د طالبانو د بریدونو مقابل کې د کابل او نورو لویو ښارونو په کنټرول ساتلو کې د دې پوځ د وړتیا په هکله د واشنګټن سخته اندېښنه ښيي. دغه رپوټ کې ویل شوي، هر بل برید کې به د ولسمشر د تایید اړتیا وي خو ان په دغسې حالت کې هم چارواکي د دې ډول بریدونو دوام سخت بولي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





