google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د ملګرو ملتونو یوه پلاوي دوحه کې د حکومت او طالبانو له استازو سره لیدلي
د ملګرو ملتونو یوه پلاوي د افغان سولې لپاره د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو سره دوحه کې لیدلي دي.
د ملګرو ملتونو او افغان سولې د مرکچي پلایو لیدنه پرون شنبې د غبرګولي ۱۵ مه شوې ده. کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما وايي، د یوناما مشرې دیبورا لاینز په دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت له مذاکراتي پلاوو سره کتلي دي. یوناما په یوه خبرپانه کې ویلي، چې په دې لیدنه کې د سولې پر روانه پروسه او د تاوتریخوالي پر کمولو خبرې شوې دي. اغلې لاینز په دې ناسته کې زیاته کړې، په جګړه کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله اوج ته رسېدلې ده او د دې جدي اړتیا ده چې روان تاوتریخوالی باید کم کړل شي. نوموړې له طالبانو سره د ملګرو ملتونو د ماموریت او کارکوونکو پر خوندیتوب هم خبرې کړې او ژمنه یې تر لاسه کړې چې د ملګرو ملتونو کارکوونکي به خوندي وي او په ډاډه توګه کولی شي اړمنو افغانانو ته بشري مرستې ورسوي. د ملګرو ملتونو پلاوی په داسې حال کې د افغان حکومت او طالبانو له مرکچي پلاویو سره ګوري، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي هم د یوه پلاوي په مشرۍ د سیمې هېوادونو ته سفر پیل کړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، خلیلزاد به افغان حکومت، دوحه کې د مرکچي پلاویو او یو شمېر نورو هېوادونو له چارواکو سره وګوري او پر افغان سوله به خبرې ورسره وکړي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





