google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
ناټو نن په افغانستان غونده کوي
د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع او بهرنیو چارو وزیران د افغانستان په اړه غونډه کوي، چې په کې به پر مهمو مسایلو خبرې اترې وشي. دغه غونده به نن سه شنبې د غبرګولي ۱۱ مه بروکسل کې جوړه شي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي، په دې غونده کې په افغانستان کې پر روان وضعیت، د سولې پر هڅو، د بهرنیو ځواکونو پر وتلو خبرې وشي. دغه راز نوموړي زیاته کړې، چې د سرتېرو تر وتلو وروسته د افغان پوځ پر ملاتړ او په یوه بل هېواد کې د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت هم هغه موضوعات دي، چې بحث به پرې وشي. د ناټو سرمنشي وايي، په افغانستان کې به د ناټو ملکي ماموریت دوام کوي او هڅه کوي له دغه هېواد سره د ظرفیت جوړونې او پرمختګ په برخه کې همکارۍ ډېرې شي. ټاکل شوې چې دغه غونډه کې نن د شاوخوا دېرشو هېوادونو د بهرنیو چارو او دفاع وزیران ګډون وکړي او د افغانستان پر وضعیت به بحثونه ولري. دا په داسې حال کې ده، چې اروپايي ټولنې پرون اعلان وکړ، چې دوی د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته هم افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکړي او ژمنې یې پر ځای دی.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





