google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
اروپايي ټولنه: د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته هم افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکوو
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د استازولی سرپرست توماس نیکلسن وايي، اروپايي ټولنه به د ناټو له وتلو وروسته هم افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکړي. نیکلسن دغه څرګندونې پرون یکشنبې د غبرګولي ۹ مه د اروپايي ټولنې د پارلمان په ناسته کې کړې دي. نوموړي ویلي، اروپايي ټولنه هوډ لري، چې د ناټو او امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي او خپل ماموریت ته دوام ورکړي. نیکلسن زیاته کړې، د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې په پالیسۍ او ماموریت کې کوم بدلون نه دی راغلی او هغه ژمنې چې یادې ټولنې له افغانانو سره کړې پر خپل ځای دي او عملي به شي. دی وايي، چې په افغانستان کې به د اروپايي ټولنې ځانګړې استازولي له نویو بدلونونو سره ځان عیار کړي او خپلې ژمنې به په نویو شرایطو کې عملي او دوام به ورکړي. د اروپايي ټولنې دغه لوړ پوړی چارواکی دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې له افغانستان ټول بهرني ځواکونه په وتلو دي او ښايي د جولای تر اخر پورې ټول ووځي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





