google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
افغان ځواکونو بغلان کې د طالبانو له زندانه 62 تنه راخوشي کړي
ملي دفاع وزرات وايي، افغان کمانډو ځواکونو بغلان ولایت کې د طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې او ۶۲ تنه یې ترې راخوشي کړي دي. دفاع وزرات نن چهارشنبې د غبرګولي ۵ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان کمانډو ځواکونو تېره شپه د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په نوروزک کلي کې د طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې او مات کړی یې دي. ملي دفاع وزارت زیاتوي، چې له دغه زندان څخه ۶۲ تنه بندیان راخوشي کړل شوي دي، چې ۳۶ تنه په کې نظامیان دي. په خبرپاڼه کې ویل شوي د عملیاتو پر مهال د زندان څلور ساتونکي وسله وال طالبان وژل شوي او یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. دا په روانه اوونۍ کې د طالبانو درېیم زندان دی، چې د افغان کمانډو ځواکونو له خوا ماتېږي. افغان کمانډو ځواکونو څلور ورځې وړاندې هم په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د طالبانو له یوه زندانه ۸ تنه نظامیان راخوشي کړي دي. دغه راز وړمه ورځ افغان کمانډیانو د هرات پښتون زرغون ولسوالۍ کې هم د طالبانو یو زندان مات او ۴۱ تنه یې ترې راخوشي کړي و، چې ۱۶ تنه په کې نظامیان و.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





