google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
فاریاب کې د جنبش ګوند پلويان د والي د ټاکلو لپاره ټاکنې پیل کړې
د مصالحې عالي شورا مرستیال او د جنبش ګوند فعال غړی، عنایت الله بابر فرهمند وايي، د فاریاب خلک د دغه ولايت لپاره د نوي والي د ټاکلو لپاره ټاکنې ترسره کوي. فرهمند په خپل ټوېټر پاڼه ویلي، نن (یکشنبې د غبرګولي ۲مه ) په فارياب کې د مدني ټولنې غړي، مېرمنې، علما، ځوانان او د پوهنتون محصلین راټول شوي چې د ياد ولایت لپاره د ټاکنو له لارې والي وټاکي. بابر فرهمند زیاته کړې، په دغه ټاکنو کې څلور کسان نوماندان دي، چې يو به يې د والي په توګه وټاکل شي او بیا به یې وړاندیز د منظورۍ لپاره ولسمشر ته ولېږل شي. فاریاب کې د والي لپاره د ټاکنو لړۍ پر داسې مهال پیلېږي، چې د دغه ولایت یو شمېر خلکو او جنبش ګوند پلویانو د ولسمشر غني له خوا د ورلېږل شوي والي محمد داود لغماني سره مخالفت څرګند کړ. دوی له تېرو څو ورځو راهیسې په لاریون لاس پورې کړی او ولایت ته د والي په ورتګ سره د والایت ودانۍ په شمول د یو شمېر دولتي ودانیو دروازې وتړلې. ویل کېږي والي اوس په قول اردو کې اوسي او له هغه ځایه د ولایت چارې مخ ته بیايي. خو تازه د جنبش ګوند پلويانو د ولسمشر له خوا ټاکل شوي والي محمد داود ته درې ورځې وخت ورکړی چې د ياد ولايت څخه ووځي، کنه په زوره به يې وباسي. حکومتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





