google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
حکومت هڅې ګړندۍ کړې خو د طالبانو د ګډون په اړه لا کوم پرمختګ نشته
د استانبول د غونډې لپاره:
افغان حکومت د سولې په تړاو د ترکیې استانبول کې د جوړېدونکې غونډې لپاره د چمتوالي هڅې ګړندۍ کړې، خو لا هم نه ده معلومه چې طالبان په کې ګډون کوي که نه. د حکومت او طالبانو مرکچي پلاویو تېره جمعه په خپله کتنه کې د استانبول غوندې پر چمتوالي بحث کړی خو لا یې هم د جوېدو نېټه نه ده معلومه. د سولې په چارو کې د دولت وزارت سلاکار عزیزالله فضلي وايي، دوحه کې د وروستۍ غونډې پر مهال تر ډېره حده ښکاره شوه چې د طالبانو پلاوی به د استانبول په غونډه کې برخه واخلي. خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ ویلي، د استانبول په غونډه کې د دوی د ګډون په اړه لا کوم پرمختګ نه دی شوی. په ورته وخت کې د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند محمد امیري ویلي افغان حکومت د استانبول د غوندې لپاره چمتوالی چټک کړی او پکې فعالانه ګډون ته تیار دی. نوموړي ټینګار کړی د استانبول پر غونډه کار روان دی، خو تر اوسه یې وخت نه دی مشخص شوی. ټاکل شوې وه، چې د افغان سولې په تړاو د استانبول غونډه د تېرې میلادي اپرېل میاشتې په ۲۷ مه پیل شي، خو د طالبانو د نه ګډون له امله وځندول شوه.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





