google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د افغان سولې بهیر کې د پاکستان پر صادقانه رول ولسمشر غني ټینکار
ولسمشر غني نن له غرمې وروسته د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه او د برېټانیا لوی درستیز جنرال سر نیک کارټر سره ولیدل.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دغې لیدنه کې د افغانستان د سولې بهیر، د پاکستان او افغانستان د اړیکو، د سولې بهیر کې د پاکستان پر ونډې او په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر پای خبرې اترې وشوې. ولسمشر غني په دغه لیدنه کې په ټینکار سره وویل چې د سیمه ییزو هېوادونو په ځانګړې توګه د پاکستان رول د سولې په ټينګښت او د پر طالبانو د دغه هېواد اغېزه ډېره مهمه ده او دواړه ګاونډي هېوادونه له متقابل درناوي، د ګاونډيتوب حسن او اقتصادي همکارۍ پرته بله لار نه لري. هغه زیاته کړه چې د افغانستان جګړه پوځي حل لار نه لري او پر پوځي حل لارې د طالبانو ټينګار د افغانستان د خلکو لپاره د منلو وړ نه دی او افغانستان خلک د خبرو اترو له لارې د عادلانه او پایېدونکې سولې غوښتونکي دي. ښاغلي غني د دواړو هېوادونو ثبات په یو بل پورې تړلی ګڼي او په افغانستان کې د عادلانه او پایېدونکې سولې د ټینګښت په برخه کې د پاکستان د صادقانه او اغېزناکه رول غوښتونکی شو. ښاغلي باجوه همدارنګه د ملي روغې جوړې عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله سره هم ولیدل. د ښاغلي عبدالله د دفتر په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دغې لیدنه کې، د پاکستان لوی درستیز وویل چې هېواد یې ژمن دی چې په افغانستان کې پوځي حل لار نشه، یوازینۍ حل لار د مذاکراتو له لارې یوې سیاسي هوکړې او پر یوه ټول ګډونه حکومت پر رامنځته کېدو هوکړه او د ټاکنو ترسراوی دی. ښاغلي عبدالله په دې لیدنه کې ویلي که چېرې د پوځي حل لارې د تحمیل غوښتونکي وي، دا کړنه به د جګړې د دوام او د خلکو د مخالفت لامل شي. هغه زیاته کړه سوله ییز افغانستان چې طالبان د هغه یوه برخه وي، د افغانستان د خلکو، د سیمې او نړۍ د هېوادونو په ګټه دی. د ملي روغې جوړې عالي شورا ټينګار وکړ چې پوځي حل لار د افغانستان د خلکو لپاره د منلو وړ نه دي. بلخوا دواړو لوریو د طالبانو او افغانستان اسلامي جمهوریت ترمنځ د معنا لرونکو مذاکراتو پر دوام ټينګار وکړ.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





