google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د بایډن د بهرنیو چارو وزیر: له طالبانو سره شوی تړون به وارزول شي
د امریکا د ټاکلي ولسمشر جوبایډن له خوا د بهرنیو چارو وزارت ته نوماند وزیر انتوني بلېنکن وایي، د بایډن اداره به له طالبانو شوی تړون وارزوي. د امریکا د ټاکلي ولسمشر جوبایډن له خوا د بهرنیو چارو وزارت ته نوماند وزیر انتوني بلېنکن وایي، د بایډن اداره به له طالبانو شوی تړون وارزوي. د خبر له مخې انټوني بلېنکن چې د واک د تایید لپاره یې د امریکايي سناتورانو پوښتې ځوابولې و ویل، چې دوی د افغان جګړې پای ته رسېدل غواړي. هغه و ویل« موږ دغه جګړه چې ابدي جګړه بلل کېږي پای ته رسول غواړو، ځواکونه ستنول غواړو، غواړو هلته تر یوه برید د هر ډول ترهګرۍ د ستنېدو سره د چلن وړتیا وساتو چې له امله یې ورغلي وو.» نوموړي د طالبانو او امریکا د دوحې تړون په یادولو سره ویلي، چې دا تړون باید په دقیق ډول وارزول شي، چې د څه په هلکه په کې خبرې شوې دي. ښاغلي بلېنکن زیاته کړې«باید کره وارزوو چې ریښتیا د څه په هکله خبرې شوې دي، زه تراوسه پره دې جزیاتو پوه نه یم.» ده د افغان حکومت او طالبانو خبرو ته په اشاره ویلي، که تېرو شلو کلونو کې د ښځو او نجونو لاسته راوړنې خوندي نه شي، نو سخته ده چې د دې پروسې پایلې د دوام وړ وي. د بایډن غوره شوی د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د طالبانو-امریکا تړون کې ځینې پټو برخو باندې امریکا کې نیوکې کېږي او ویل کېږي چې له دې ډلې سره پټه هوکړه شوې ده.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





