google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
ناټو: 10 زره سرتېري مو د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي
ناټو سازمان یو ځل بیا د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ ډاډ څرګند کړی وايي، کابو ۱۰ زره سرتېري به یې د افغان ځواکونو د ملاتړ ماموریت ته دوام ورکړي. د خبر له مخې په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت پرون دوشنبې د مرغومي ۲۹ مه په یوه ټوېټ کې ویلي، چې شاوخوا ۱۰ زره سرتېري یې د افغان پوځیانو روزنې، سلا-مشورې او همکارۍ ته دوام ورکوي. یاد ماموریت زیاته کړې، چې د ۳۸ هېوادونو له شراکت جوړ دغه ماموریت هدف دا دی چې پرې نه ښوول شي، افغانستان بیا د ترهګرو په خوندي ځاله بدل شي. دا په داسې حال کې ده، چې له افغان امنیتي ځواکونو د ناټو د ملاتړ پر دوام د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پرون دوشنبه له ولسمشر محمد اشرف غني سره ټلیفوني خبرې وکړې. د ناټو مشر په یوه ټوېټ کې تایید کړې، چې له ولسمشر غني سره یې د سولې پروسې په اړه خبرې کړې او ویلي یې دي، چې د ناټو دریځ کې بدلون نه دی راغلی او په افغانستان کې یې حضور په شرایطو پورې تړلی دی. نوموړي ویلي، له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو به د ناټو سازمان ملاتړ دوام ولري، او دا ملاتړ د دې لپاره دی، چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په امن پټنځای بدل نه شي. ناټو پر داسې مهال د افغان ځواکونو د ملاتړ او په افغانستان کې پاتې کېدل په شرایطو پورې تړي، چې څو ورځې وړاندې زرګونه نو امریکايي سرتېري هم له افغانستان څخه و وتل او شمېر یې ۲۵۰۰ ته راکم کړی شو.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





