google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د امریکا په کانګرس د ټرمپ د پلویانو هجوم، 4 تنه وژل شوي 53 نیول شوي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې په تاکنو کې د بایډن بریا نه مني او په درغلۍ یې تورنوي، پلویانو یې د لاریون په ترڅ کې پر کانګرس هجوم وروړی او د ننه ورننوتي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې په تاکنو کې د بایډن بریا نه مني او په درغلۍ یې تورنوي، پلویانو یې د لاریون په ترڅ کې پر کانګرس هجوم وروړی او د ننه ورننوتي دي. د خبر له مخې لاریون کوونکو د کانګرس ځینې ښيې ماتې کړې، چې په داخلېدو سره یې د کانګرس امنیتي ټیم لاس په کار شوی او لاریون کوونکي یې له ودانۍ ایستلي دي. د ټرمپ پلویان پر داسې مهال کانګرس ته ننوتل، چې ټاکل شوې وه په دغه غونده کې د ټاکنو په اړه وروستۍ پرېکړه وشي او د جوبایډن بریا او د ټرمپ ناکامي اعلان کړي، خو د ټرمپ د پلویانو په داخلېدو غونډه مختله او وځندول شوه، چې نن سهار بېرته پیل شوه. د دغه پېښې د رامنځ ته کېدو سره څه لاریون کوونکي له کانګرس څخه ایستل شوي و خو ځینې یې لا هم په کې و، چې د امریکا د ملي ګارد ځواکونه کانګرس ته ننوتل او دا ودانۍ یې د ټرمپ له پلویانو خالي کړه. د واشنګټن د پولیسو مشر وايي، د بلوا په ترڅ کې څلور تنه وژل شوي او ۵۲ تنه نور نیول شوي دي، چې څلور تنه په کې غیر قانوني وسله وال دي. د امریکا د کانګرس مشرې نانسي پلوسي ویلي، د دوی په غونده کې د جوبایډن د بریا اعلان حتمي دی. د نړۍ د یو شمېر هېوادونو مشرانو د ټرمپ د پلویانو دغه کار په کلکه غندلی او له هغوی یې د ارامۍ غوښتنه کړې ده. منتخب ولسمشر جوبایډن هم د ټرمپ د پلویانو دا کار غندلی او دا یې یوه بلوا بللې ده. خپله ټرمپ په یوه ټوېټ کې له خپلو پلویانو او لاریون کوونکو غوښتي، چې ارام اوسي او له پولیسو سره همکاري وکړي. که څه هم ټرامپ پلویانو ته د ارامښت غږ کړی خو بیا یې هم ویلي، چې ټاکنې غلا شوې دي او دوی د خپل کور ته راوګرځي. هغه ویلي«ټول پوهېږي، چې زموږ رایې غلا کړل شوې دي، خو له دې سره هم موږ د قانون او نظم ګوند یو، باید خپلو کورنو ته راوګرځو، موږ نه غواړو، چا ته زیان ورسېږي، وروسته به وګورۍ، چې څه پېښه رامنځ ته کېږي.» دا په داسې حال کې ده، چې د کانګرس یو شمېر غړو ان د جمهوري غوښتونکي ګوند غړو، چې ټرمپ یې هم غړی دی، د ولسمشر ټرمپ دغه کار یوه کودتا بللې ده.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





